افغان کرېکټ ملي لوبډله هند ته روانه شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i139030-افغان_کرېکټ_ملي_لوبډله_هند_ته_روانه_شوه
افغان کرېکټ بورډ د کرېکټ په نړیوال جام کې د ګډون لپاره هند ته د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې د سفر خبر ورکړی دی.
(last modified 2023-09-26T00:26:37+00:00 )
Sep 26, 2023 04:53 Asia/Kabul
  • افغان کرېکټ ملي لوبډله هند ته روانه شوه

افغان کرېکټ بورډ د کرېکټ په نړیوال جام کې د ګډون لپاره هند ته د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې د سفر خبر ورکړی دی.

د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله په متحده عربي اماراتو کې له لس ورځني تمریناتو وروسته د دوشنبې ورځ د تلې په ۳مه هندوستان ته روانه شوه.

د کرېکټ نړیوال جام د هند په کوربتوب د روان کال د اکټوبر میاشتې په پنځمه نېټه د ۱۰ لوبډلو په ګډون پیلېږي او افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د بنګله دېش د کرېکټ له ملي لوبډلې سره کوي.

د نړیوال جام له پیل څخه مخکې به د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله د سویلي افریقا او سریلانکا له لوبډلو سره دوه تمریناتي سیالۍ ولري