-
ایران په نړیوالو محکمو کې د صهیونیسټي رژیم پر محاکمه کولو ټینګار وکړ
Dec 13, 2024 09:50د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت د نړیوالو حقوقي چارو مرستیال، د جنګي جنایتونو د ترسره کولو له امله په نړیوالو محکمو کې د صهیونیسټي رژیم د محاکمې پر ضرورت ټینګار وکړ.
-
د ایران او اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې د بدلونونو په اړه خبرې وکړې
Dec 13, 2024 09:08د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او او د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال عبدالله بن زاید آل نهیان تېره شپه په ټلفوني خبرو کې د سوریې د نویو حالاتو په څېړنې سره، د سوریې د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې او د دې هېواد د امنیت ساتلو پر ضرورت یې ټینګار وکړ.
-
یوازې د سوریې په شمال لوېدیځ کې لږ تر لږه ۷۵ ملکي وګړي وژل شوي دي
Dec 11, 2024 07:59د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په سوریه کې په تېرو دوو اونیو کې په سلګونه ملکي وګړي ټپیان او لږ تر لږه ۷۵ کسان وژل شوي دي.
-
صهیونیسټي رژیم په غزه کې ۴۸ نور فلسطینیان په شهادت ورسول
Dec 11, 2024 07:47فلسطیني سرچینو د غزې په شمال او د کمال عدوان روغتون په مرکز او شاوخوا کې د النصیرت پر کمپ د اسرائیلي پوځیانو د بمباریو له امله، د ۴۸ فلسطینیانو د شهادت خبر ورکړ.
-
هیله ده د سوریې د حکومت پرضد وسله والې ډلې خپل پرمختګ ته دوام ورکړي
Dec 07, 2024 03:37د ترکیې ولسمشر له ډیپلوماتیک دود لرې په عجیبه څرګندونو کې هیله څرګنده کړه چې د سوریې د حکومت پرضد ترهګرې وسله والې ډلې له کومې «پېښې پرته» خپل پرمختګ ته دوام ورکړي.
-
په سوریه کې د ناامنۍ او بې ثباتۍ دوام، د سیمې د هېوادونو امنیت ته ګواښ دی
Dec 07, 2024 02:56د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي پرون د عراق له لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني سره په لیدنه کې زیاته کړه، له ترهګرو سره د مبارزې او ماتولو لپاره د سوریې او عراق له حکومتونو سره، د سیمې د ټولو هېوادونو ملاتړ ضروري او حیاتي دی.
-
د غزې پر «کمال العدوان» روغتون د صهیونیستي رژیم په برید کې ۳۹ تنه په شهادت ورسېدل
Dec 07, 2024 02:49په غزې کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) ویاند ټیس انګرام له الجزیرې ټلویزیون سره په مرکه کې زیاته کړې چې د صهیونیسټي رژیم د جنګي الوتکو د پرلپسې بمباریو له امله د ژغورنې او مرستو رسول بند شوي دي.
-
عراق د سوریې د حاکمیت پر ساتلو ټینګار وکړ
Dec 07, 2024 02:40د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني پرون د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر بسام صباغ سره په لیدنه کې، یو ځل بیا یې د سوریې د ملت او حکومت ترڅنګ د عراق پر دریځ او د دغه هېواد د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې پر اهمیت ټینګار وکړ.
-
په غزه کې نسل وژنه؛ اسرائیل په خپلو خیمو کې کډوال سوځوي
Dec 06, 2024 11:46په غزه کې د فلسطینیانو په خلاف د اسرائیلو د جنایتونو په دوام، د اروپا - مدیترانې د بشري حقونو څار ادارې اعلان وکړ: صهیونیسټي پوځیانو په خان یونس کې د فلسطیني کډوالو یوه ډله ژوندۍ سوځولې ده.
-
ګوترش په سوریه کې د جګړې د سمدستي بندولو غوښتنه وکړه
Dec 06, 2024 10:16د ملګرو ملتونو سرمنشي "آنتونیو ګوتریش" پرون په سوریه کې د کړکېچ پراخېدو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې ټولې خواوې باید د سوریې په چارو کې د ملګروملتونو له ځانګړي استازي "ګیر پیډرسن" سره د سوریې د حاکمیت، یووالي، خپلواکۍ او بشپړتیا او د سوریې د خلکو مشروع غوښتنې پوره کولو لپاره جدي همکاري وکړي.