-
اوربند ته د امریکا او صهیونیسټي دښمن د پابندۍ په باب شک لرو
Jun 29, 2025 11:39د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ لوي درستیز دعربستان له دفاع وزیر سره په خبرو کې ووئيل، له هغه ځایه چې د اوربند پشمول خپلو ژمنو ته د دښمن د پابندئ په باب په بشپړ ډول شکمن یوو، تیار یوو چې دتیریو د تکراریدا په بڼه کې ورته کلک او غاښ ماتونکی ځواب ورکړو.
-
د جګړې د لومړۍ کرښې له نښه ویشتونکي څخه تر خیبر شکن توغندیو پورې؛ سردار حاجي زاده څوک وو؟
Jun 29, 2025 11:33پارس ټوډې - شهید جنرال امیر علي حاجي زاده د ایران د اسلامي جمهوریت یو له مشهورو او اغېزمنو پوځي شخصیتونو څخه ګڼل کېده، چې د توغندیو او فضايي ډګرونو په برخه کې د ایران د دفاعي وړتیاوو په پیاوړتیا کې د نه انکار وړ رول لوبولی دی.
-
تل ابیب په مالي بحران کې؛ له ایران سره په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې د اسراییلو ۱۲ میلیارد ډالره زیان
Jun 29, 2025 09:52پارس ټوډې - له ایران سره له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته، صهیونیسټي رژیم د ۱۲ میلیارد ډالرو څخه ډېر زیان سره مخ شوی، چې پکې پوځي زیانونه، د خسارې ورکړه او د سوداګرۍ تړل شامل دي.
-
عراقچي: د ایران ملت به د وینې تر وروستۍ څاڅکې پورې مقاومت وکړي؛ نعیم قاسم: د اسرائیلي دښمن د تیریو په مقابل کې غلي نه پاتې کېږو
Jun 29, 2025 07:47پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په ایکس پاڼه کې په یوه پیغام کې ولیکل: د ایران ملت به د وینې تر وروستۍ څاڅکې پورې د هغه چا په مقابل کې چې وغواړي زموږ د برخلیک لپاره فیصله وکړي مقاومت وکړي.
-
د ایران ملت به د وینې تر اخري قطرې پورې مقاومت وکړي
Jun 29, 2025 00:07ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په ایکس پاڼه کښې په یوه پیغام کښې ولیکل: د ایران ملت به د وینې تر اخري قطرې پورې د هغه چا په مقابل کښې چې وغواړي زمونږ د برخلیک لپاره فیصله وکړي مقاومت وکړي.
-
د صهیونیسټانو اعتراف: پوځيان ژاړي او غزې ته نه ځي
Jun 29, 2025 06:01پارس ټوډی- یوې صهیونیسټي رسنۍ د اسرائیلي پوځیانو خراب روحي او رواني حالت ته په اشارې سره اعتراف وکړ چې دغه کسان ژاړي او غزې ته نه ځي.
-
چین ته د ایران د تیلو ریکارډ صادرات؛ په ورځ کښې ۱۸ لاکه بیرل
Jun 29, 2025 05:43پارس ټوډی- چین ته د ایران د تیلو صادرات زښت زیات شوي دي.
-
د اسرائیلو ظالم رژیم د حماس غورځنګ د مهم مشر د شهیدولو ادعا وکړه
Jun 29, 2025 01:25زمونږ خبریال راپور راکړی د اسرائیلو د نیواکګر رژیم پوځ وویل چې په صهیونیسټ رژيم باندې د اکتوبر د میاشتې د اومې نیټې د حملو پلانونکی «حقام محمد عیسی العیسی» یې په صبرا سیمه کښې شهید کړی دی.
-
له ایران سره د ډيپلوماسۍ او د خبرو وخت رارسیدلی دی
Jun 29, 2025 00:55ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د بریتانیا د ولسي جرګې «هاوس اف کامنز» د بهرنیو چارو د کمیټۍ مشر «امیلي تورنبري» د دغه کمیټۍ په وروستۍ غونډې کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفیر سید علي موسوي د وینا د یوې برخې د بیا خپرولو په ترڅ کښې ټینګار وکړ چې همدا اوس له ایران سره خبرو او ډيپلوماسۍ ته د ورستنیدا وخت دی.
-
د اسرائیلي دښمن د تیریو په مقابل کښې به غلي کې ننو
Jun 29, 2025 00:33ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مشر شیخ نعیم قاسم په یو لړ څرګندونو کښې په دې خبرې سره هغه کسان چې ګمان کوي مونږ د صهیونیسټي دښمن د تیریو په مقابل کښې تر اخره پورې غلي کینو غلطۍ کوي ټینګار وکړ مونږ له صهیونیسټ رژیم سره د مقابلې کولو او هغه ته د ماتي ورکولو توان لرو.