فنلنډ: د غزې وضعیت د بشریت ناکامي ده
Aug 26, 2025 05:10 Asia/Kabul
پارس ټوډې - د فنلنډ ولسمشر پر دې باندې په ټینګار سره چې صهیونیسټي رژیم په غزې کې نړیوال قوانین نقض کوي وویل چې په دې محاصره شوې سیمه کې وضعیت، د بشریت ناکامي ښيي.
د فنلنډ ولسمشر «الکساندر استاب» د دې په بیان سره چې په غزې کې وضعیت یوه بشري فاجعه ده چې د بشریت ناکامي یې رامنځته کړې او زیاته یې کړه چې د دې فلسطیني تړانګې پر وړاندې د صهیونیسټي رژیم کړنې د نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.
فنلنډ تېره اونۍ د غزې ښار د اشغال او د لوېدیځې غاړې په اشغال شوې سیمه کې د E1 د ښارګوټي جوړولو پروژې په اړه د جنجالي پلانونو په غبرګون کې د صهیونیسټي رژیم سفیر احضار کړ.
فنلنډ له نړیوالو قوانینو سره سم غزې ته له خنډ پرته د بشري مرستو د لاسرسي غوښتونکی دی.
ټیګونه