-
د امنیت شورا د یو پریکړه لیک په تصویبولو سره د هیوادونو لخوا د شخړو د سوله ایز حل غوښتنه وکړه
Jul 23, 2025 03:56پارس ټوډې - د ملګرو ملتونو امنیت شورا په متفقه توګه یو پریکړه لیک تصویب کړ چې له ټولو هیوادونو څخه غواړي چې د شخړو د سوله ایز حل میکانیزمونه په مؤثره توګه وکاروي.
-
د غزې د جګړې له پیل راهیسې ۵۹ زره او۱۰۶ فلسطینیان شهیدان شوي دي
Jul 23, 2025 03:52پارس ټوډی - د فلسطین د روغتیا وزارت د غزې په تړانګه د صهیونیسټ رژیم د بریدونو د شهیدانو په شمیر کې د زیاتوالي اعلان وکړ، او ویې ویل چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ مه د دغو بریدونو له پیل راهیسې ۵۹،۱۰۶ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
-
د بخښنې نړیوال سازمان: اسراییلو په اوین باندې په برید کې جنګي جنایت کړی دی
Jul 22, 2025 11:55پارس ټوډې - د بخښنې نړیوال سازمان د ایران په وړاندې د وروستۍ تحمیل شوې جګړې په جریان کې د تهران په اوین زندان باندې د اسراییلو د پوځ برید د نړیوال قانون جدي خلاف ورزي او سرغړونه ګڼلې ده.
-
امریکايي خبریاله: ایران د تاریخ په صحي اړخ ولاړ دی
Jul 22, 2025 11:40پارس ټوډی - یوې خپلواکې امریکایی ژورنالیستې ټینګار وکړ چې د صهیونیسټ رژیم برید د نړۍ په سترګو کې د ایران موقعیت او دریځ لامثبت کړی او د دې هیواد په اړه یې غلط فهمۍ او ناسم تصورات له منځه وړې دي.
-
کله چې خبریال د جنایت په خدمت کښې وي؛ د اسرائیلو له ماشوم وژونکي رژیم سره په ملګرتیا کښې د نیویارک ټایمز رسوايي
Jul 22, 2025 10:19پارس ټوډی – د رسندوي فعالانو او لیکوالانو یوې ډلې په یو مستند رپورټ کښې، له اسرائیلو څخه د نیویارک ټایمز له جوړښتي پلویتوب او له صهیونیسټي لابیو سره د دې ورځپاڼې د څو خبریالانو د مالي او شخصي ارتباطاتو له پټولو پرده پورته کړه.
-
غریب آبادي: ایران د آژانس تر څارنې لاندې دی، خو صهیونیسټ رژیم په کوم تړون کې شامل دی؟
Jul 22, 2025 08:02پارس ټوډی – د ایران د خارجه وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال په ملګرو ملتو کښې د څه باندې ۱۱۰ هیوادونو له استازو سره په توجیهي غونډه کښې وویل: په ایران باندې حمله یو څرګند جنایت او د امنیت شورا لپاره یو تاریخي ازمیښت دی.
-
د بلجيم پاچا: د غزې حالت «د بشريت لپاره شرم» دی
Jul 21, 2025 10:23پارس ټوډی - د بلجيم پاچا فيليپ د غزې په تړانګه کې د بحراني حالت په اړه نيوکه وکړه او ويې ويل چې «د دې سيمې اوسنی حالت ډېر زيات دوام کړی» او «د بشريت لپاره شرم دی.»
-
حزب الله: د امريکا او اسرائيلو هدف د سوريې تجزيه ده
Jul 21, 2025 10:21پارس ټوډی - د لبنان په پارلمان کې د مقاومت وفادارۍ فراکسيون لوړپوړي استازي د امريکا او صهيونيستي رژیم د سيمې لپاره د خطرناکو پروژو په اړه خبرداری ورکړ او اعلان يې کړ چې د واشنګټن او تل ابيب هدف د سوريې تجزيه ده.
-
د عراق د پارلمان رئيس: ايران پر صهيونيستي رژیم ستره بريا ترلاسه کړه
Jul 21, 2025 10:17پارس ټوډی - د عراق د استازو مجلس رئيس د صهیونیسټي رژیم پر ړانړدې د ایران د اسلامي جمهوريت وروستۍ بريا مبارکي وويله او ټينګار يې وکړ چې د اسرائيلو رژیم په وروستۍ جګړه کې د امريکا او نورو هېوادونو مستقيم ملاتړ درلود، خو ايران پر دې رژیم ستره بريا ترلاسه کړه.
-
د امريکايانو غوسه پر نتنياهو؛ «بي بي» لېونی دی
Jul 21, 2025 10:15پارس ټوډی - د سپينې ماڼۍ چارواکو د اسرائيلو لومړي وزير «بنيامين نتنياهو» بې نظمه، لېونی او يو نه منونکی ماشوم بللی دی.