د بلجيم پاچا: د غزې حالت «د بشريت لپاره شرم» دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i162626
پارس ټوډی - د بلجيم پاچا فيليپ د غزې په تړانګه کې د بحراني حالت په اړه نيوکه وکړه او ويې ويل چې «د دې سيمې اوسنی حالت ډېر زيات دوام کړی» او «د بشريت لپاره شرم دی.» 
(last modified 2025-07-21T09:25:15+00:00 )
Jul 21, 2025 13:53 Asia/Kabul
  • د بلجيم پاچا: د غزې حالت «د بشريت لپاره شرم» دی

پارس ټوډی - د بلجيم پاچا فيليپ د غزې په تړانګه کې د بحراني حالت په اړه نيوکه وکړه او ويې ويل چې «د دې سيمې اوسنی حالت ډېر زيات دوام کړی» او «د بشريت لپاره شرم دی.» 

فيليپ د غزې د بحراني حالت په اړه نيوکه وکړه او د دې بشري ناورين په مديريت کې د اروپا د رغنده رول غوښتنه يې وکړه او ويې ويل چې اروپا «بايد د غزې په بحران کې غوره مديريت» وښيي.

د بلجيم د دولت مشر دا خبرې د يکشنبې په ماښام د دې هېواد د ملي رخصتۍ مخکې وکړې. 

فيليپ زياته کړه چې بلجيم د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونيو ګوترش د غوښتنې ملاتړ کوي چې په غزه کې «د نه زغمل کېدونکي بحران سمدستي پای ته رسولو» غوښتنه کوي. 

په دې وروستيو کې د ايران د بهرنيو چارو وزير سيد عباس عراقچي د بلجيم د بهرنيو چارو وزير ماکسيم پرو سره په ټليفوني خبرو کې د ځينو اروپايي هېوادونو له خوا د اسرائيلو د تېري کوونکو کړنو په ملاتړ ناسمو دريځونو په اړه نيوکه وکړه او خبرداری يې ورکړ چې دا ډول غير مسئولانه کړنې د قانون ماتولو عادي کول او په سيمه ييزه او نړيواله کچه ناامني زياتوي.