-
ایران او ایټالیا ددوو اړخیزو اړیکو پراختیا غواړي
Aug 09, 2024 01:26د ایران د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته ددواړو هیوادونو ترمینځ دډپيلوماټيکو اړیکو په پیلیدا سره تراوسه پورې دایران او ایټالیا ترمنیځ په مختلفو سیاسی،ټوریسټي ، کلتوري، هنري،پوهنتوني ، له منظمو جرمنو او نشه ایزو موادو سره دمبارزې ، اقتصادی او تجارتي زمینو کې دملګرتیاؤ څه دپاسه ۲۵ موافقې او د تفاهم یاددښتونه لاسلیک شوي او داجرا په حال کې دي .
-
د صهیونزم استعماري پروژه ولې بایدله ریښو وویستل شي؟
Aug 08, 2024 12:02پارس ټوډې - د تاریخ له مخې، استعمارګران په ډيرو کمو موردونو کې له استعمار یا بهرني دباؤ پرته له استعماري واکمنئ لاس اخلي. له همدې امله د استعمار په ضد د دوامدارو زیاتیدونکو تاوتريخوالي د مخنيوي يوازنۍ سمه لاره، د سخت داخلي او بهرني دباؤ کارول دي.
-
د اسلامی ملګرتیاموسیسه؛د اسماعیل هنیّه ترور د ایران پر حاکمیّت تیری دی
Aug 08, 2024 10:21پارس ټوډې – د اسلامی ملګرتیا موسیسې پرونۍ غونډې چې دعربستان په جدې کې ترسره شوې،پخپلې اعلامیې کې په تهران کې د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر د مشر شهید اسماعیل هنیّه دترور په محکومولو سره، اسرائيلی رژيم ددغه جنایتکار اقدام مسئول وبالۀ.
-
پیښور کښې د افغانستان شپږ ښاریز نیول شوي
Aug 08, 2024 10:09زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان فیډرال استخباراتي ادارې ایف ايي ای(FIA) وویل دوې په پیښور کښې د افغانستان شپږ ښاریز چې د پاکستان جعلي سندونه یې جوړول نیولي دي.
-
د ایران ؛نفس؛ مستند د ایټالیا جشنوارې فائينل ته لاره وموندله
Aug 08, 2024 10:02پارس ټوډې - د ایران مستند؛ نفس؛ نومې فیلم د ایټالیا (Nebrodi Cinema DOC international Festival) ) د مستند جشنوارې اتم پړاؤ فاینل ته لاره وموندله.
-
په انګلستان کې د مسلمانانو ضده توکمپالنې د چا له خوا هدایتیږي؟
Aug 08, 2024 08:59پارس ټوډې – له اسلامه او نورو څخه پر ویرونې په تکیې سره په انګلستان کې توکماپل بهیرونه،له ټولنیزو خپګانونو څخه په ناسمې استفادې او د درز او تفرقې او تاؤتریخوالی په دودولو پسې دي. په دې مینځو میان کې د اسرائيلو او صهیونیسټي ډلو ټپلو ملاتړو هم ددغو ناکراریو او بې ثباتیو په لمسونې کې مهم رول لوبولی دی.
-
د وحشت له امله د امریکاسترو ټيکنالوجیکي شرکتونوته ټریلین ډالري تاوان ورسید
Aug 07, 2024 03:55د امریکا د ټيکنالوجیکي شرکتونو د کمزوري کړچار او ددغه هیواد له اقتصادي ځوړتیا څخه د شرکتونو په ویرې سره د امریکا د ونډو بازار ارژښت تر ډیره حده ټيټ شوی او اوو ټيکنالوجیکي شرکتونو څه دپاسه یو ټریلیّن ډالري تاوانونه کړي دي.
-
یحیی السنوار د شهید اسماعیل هنیه جانشین شو
Aug 07, 2024 03:52د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس په اعلامیې کې د شهید اسماعیل هنیّه د جانشین او ددغه غورځنګ دسیاسی دفتر د نوي مشر په توګه د یحیی السنوار د ټاکل کیدا خبر ورکړی دی.
-
په تیرو درو کلونو کې افغانستان ته ۳.۷ میلیون افغان کډوال بیرته ستانۀشوي
Aug 07, 2024 03:49د افغانستان د طالبانو د حکومت دکډوالئ د چارو وزارت وئیلي دي ، په تیرو درو کلونو کې افغانستان ته له مختلفو هیوادونو څ خه کابو درې اعشاریه اوه میلیون افغان کډوال بیرته ستانۀ شوي دي.
-
حریدي یهودیانو د صهیونیسټي رژيم په پوځي مرکز حمله وکړه
Aug 07, 2024 03:47په نیواکي ټاټوبو کې د حُریدي یهودیانو یوې ډلې له تل ابیب سره نزدې د صهیونیسټي رژيم پر پوځي مرکز حمله کړې ده.