د وحشت له امله د امریکاسترو ټيکنالوجیکي شرکتونوته ټریلین ډالري تاوان ورسید
د امریکا د ټيکنالوجیکي شرکتونو د کمزوري کړچار او ددغه هیواد له اقتصادي ځوړتیا څخه د شرکتونو په ویرې سره د امریکا د ونډو بازار ارژښت تر ډیره حده ټيټ شوی او اوو ټيکنالوجیکي شرکتونو څه دپاسه یو ټریلیّن ډالري تاوانونه کړي دي.
فارس خبری آژانس راپور ورکړی، په وال سټریټ کې د ونډو ارزښت په دوشنبې ورځې ډير کم شوی او په متوسط ډول ډاؤجونز صنعتي برخې زر یونټونه سقوط کړی چې د یو اعشاره پنځه ټریلیّن ډالرو برابر تاوان دی.
روئيټرز په ؛ وال سټریټ کې د ویرې او وحشت؛ په عنوان سره راپور ورکړی، د وال سټریټ اصلي کریډيټونه له تیرې جمعې ورځې راهسې په دوامدار ډول ددوهمې غونډې لپاره ډير زیات نسکور شوی دی، ځکه د هغو کمزورو ډیټاؤ په خپریدا پسې چې مالی بازارونو باندې ئې ډيرې اغیزې شیندلي دي، په امریکا کې په احتمالی ځوړتیا اندیښنې زیاتې شوي دي.
د امریکا ا پل او انویډیا څو ملیّتي ټيکنالوجیکي دوو شرکتونو په امریکا کې په ځوړتیا او په اپل کې د خپلو ونډو د کمولو لپاره د برکشایر هاتاوي شرکت په فیصلې په اندیښنې سره د ټيکنالوجۍ په برخې کې د ونډو د خرڅلاؤ د څپې په سر کې ورغلي دي چې د ونډو په بازار کې ددغو شرکتونو د تیرو څو میاشتو د لوړتیا د دوام خنډ شوي دي. د اروپا د ونډو بازارونه هم په داسې حال کې د یو اعشاریه اتو فیصدي ځوړتیا سره کار پیل کړی دی چې د امریکا د ونډو له بازاره ئې وحشتناک تاوانونه زغملي دي داسې چې بازارونه ریډ لاین ته رسیدلي او د امریکا د ونډو کریډیټونه ډیر کم شوی دی او د تیلو او ډالرو ګرافونه هم ټيټ شوي دي.