د صهیونزم استعماري پروژه ولې بایدله ریښو وویستل شي؟
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i151156-د_صهیونزم_استعماري_پروژه_ولې_بایدله_ریښو_وویستل_شي
پارس ټوډې -   د تاریخ له مخې، استعمارګران په ډيرو کمو موردونو کې  له استعمار یا بهرني دباؤ پرته  له استعماري واکمنئ لاس اخلي. له همدې امله د استعمار په ضد د دوامدارو زیاتیدونکو  تاوتريخوالي د مخنيوي يوازنۍ سمه لاره، د سخت داخلي او بهرني دباؤ کارول دي.
(last modified 2024-08-08T11:05:30+00:00 )
Aug 08, 2024 15:32 Asia/Kabul
  • د صهیونزم استعماري پروژه ولې بایدله ریښو وویستل شي؟

پارس ټوډې -   د تاریخ له مخې، استعمارګران په ډيرو کمو موردونو کې  له استعمار یا بهرني دباؤ پرته  له استعماري واکمنئ لاس اخلي. له همدې امله د استعمار په ضد د دوامدارو زیاتیدونکو  تاوتريخوالي د مخنيوي يوازنۍ سمه لاره، د سخت داخلي او بهرني دباؤ کارول دي.

د استعمار په ضد تاریخچه تل له تاؤتریخولو سره یو ځاي  ده.البته په ډیرو کمو  موردونو کې چې د استعماري امپراتوریو په وسیله ځیني واړۀټاپوګان خالی شوي دي، له استعمار سره مبارزه د موافقې په بڼه او له تاؤتریخوالي پرته  نه ده ترسره شوې . د حماس غورځنګ، اسرائيلی رژيم  او د هغو مختلفو دریځونو په باب د بحث لپاره چې  په نړۍ کې د هغو په باب موجود دي ،باید د صهیونزم  استعمار پال خوي درک شي،  او دفلسطینیانو مقاومت  د  استعمار پالنې په ضد د یوې مبارزې په توګه وپيژندل شي. په دغه مطلب  کې  دپارس ټوډې  خپرونې  په یوه مطلب کې  ددغه مهم ځیني اړخونه ارزوو.

د نسل وژنې  هغې موضوع ته کتنه، چې د صهیونزم له پیدایښت راهیسې د امریکا او نورو لویدیځو هیوادونو د حکومتونو له خوا له پامه غورځول شوی دی، د دې ښودنه کوی چې په فلسطین کښې د تاوتریخوالي ریښه ،د نولسمې پیړۍ په وروستیو کښې د صهیونزم  پراختیا او دمهاجرینو  استعماري پروژې په توګه  ئې بدلیدا ته ورګرځي، ځکه چې صهیونزم د د مهاجرینو د د نورو استعماری پروژو په څير  په څیر، دد ځاي آبادۍ  او  اصلي خلکو د حذفولوپه لټه کې دی. کله چې د تاوتریخوالي له لارې استثمار  یا حذفیدا نه  ترلاسه کیږي، نو د استعمارګرود حل لاره، د ډیرو زیاتو  تاوتریخوالو  کارول دي، او هغه یوازینۍ سناریو چې  د مهاجرینو ددیره کولو  استعماري پروژه د ځایی خلکو په وړاندې خپل تاوتریخوالي پاي ته  رسولی شي،دا هغه مهال ده چې کله چې دا پروژه پای ته ورسیږي یا دړې وړې شي.

 له ۱۸۸۲ کاله تر ۲۰۰ کال پورې په ماډرن فلسطین کې د تاؤتریخوالي تاریخ  د توجه وړ دی .په ۱۸۸۲  کال کې  فلسطین ته د صهیونیسټي مهاجرینو د لومړنۍ ډلې واریدیدا په ځان له سر  لومړنی تاؤتریخجن عمل نه ؤ. د مهاجرینو تاؤتریخوالی د یوه معرفت له نظره ؤ، په دې معنا چې د مهاجرینو په وسیله د فلسطینیانو  تاؤتریخجنه حذفیدا، فلسطین ته له واریدیدا څخه مخکې د دوي په لیکنو، خیالاتو او هیلو کې راغلې وه:له خلکو پرته د ټاټوبی افسانه؛ د تصوراتو او خیالاتو په واقعیّت د بدلیدا لپاره  صهیونزم،په ۱۹۱۸کال ک د بریتانیا په وسیله د فلسطین د نیواک منتظر پاتې شو. څو کاله وروسته، د ۱۹۲۰لسیزې په مینځیو کې، د بریتانیا  په مرستې سره له یولسو کلو قومي پاکونه او نسل ختمونه ترسره شوه.

 سپير معبد او د انتفاضې پیلیدا

په ۱۹۲۹ کال کې ،کله چې دغه تاؤتریخجن اقدامات  په دروغو سره په حرم الشریف ځاي کې د  یوه دریم معبد د جوړیدا لپاره ترکیب شول، نو فلسطینیانو د لومړي ځل لپاره په تاؤتریخوالي سره ځواب ورکړ. دغه ځواب غږمله نه ؤ، بلکې خودجوشه او په فلسطین کې د صهیونیسټي استعمار  تراخو نتیجو ته په ناامیدئ سره یو ځواب ؤ.  اوه کاله وروسته کله چې  بریتانیا  د لازیاتو مهاجرینو فلسطین ته د ورتلو اجازت ورکړ  او  پخپل پوځ سره ئې د نوي صهیونسټي رژيم د جوړولو ملاتړ وکړ، فلسطینیانو یو لا منظم کمپیّن  پیل کړ.

دا لومړنۍ انتفاضه  وه چې تر  درو کلونو پورې  (۱۹۳۶ -۱۹۳۹ ) اوږده شوه او د عربو د پاڅون په توګه پيژندل کیږي. په دغه پړاؤ کې فلسطیني شخصیّتونو بلاخره صهیونزم د فلسطین  او د هغه د  خلکو لپاره د یوه وجودي ګواښ په توګه وپيژندل شو.

له مقتول سره د ترهه ګر د ځاي بدلول

توپیر دا دی چې د ماډرن تاریخ په زیاترو موردونو کې چې  استعمار پاي ته رسیدلی دی، د تیریګرو م اعمالو په توګه د استعمارګرانو اعمال لیدل کیږي،نه له ځانه دفاع . د صهیونزم  لوی بریالیتوب دا دی چې تیریګري  له ځانه ددفاع او د فلسطینیانو وسلواله مبارزه  ئې د ترهه ګرۍ په توګه  ګڼلې ده.انګریز حکومت  لږترلږه تر ۱۹۴۸کال پورې  د تاؤتریخوالو هردواړه عملونه  دترهه ګرۍ په توګه ګڼل، خو په دوام کې ئې اجازت ورکړ چې په ۱۹۴۸کال کې د فلسطینیانو په ضد ترټولو بد تاؤتریخوالی رامینځةشي،بالکل هماغه وخت چې  د فلسطینیانو د قومي پاکونې او نسل وژنې د لومړنۍ مرحلې کتونکي وو.  په  ۱۹۴۷  او ۱۹۴۸ کلونو کې  هغه مهال چې بریتانیا لا د قانون  او نظم مسئوله وه ، صهیونیسټي ځواکونو  د فلسطنییانو اصلي ښارونه او  شاوخوا کلي تباه کړل.  اوډیری ښاریز ا و اوسیدونکي ئې ووژل  اونور ډير ئې په زوره وکوچول ، چې د ا د بشریّت په ضد  له ترور ه لازیات او په اصل کې یو غیر انساني جنایت ؤ او دغه تاؤتریخوالي او جنایتونه  روا ن وو  او تر وروستیو پورې ئې ورځ تر بلې لا تاؤتریخجنه بڼه غوره کړه  او  ان تر دې چې د عربانو اوصهیونیسټانو ترمینځ  جنګونه  هم وشول خو د فلسطینیانو  اصلی ملاتړي  هیڅوک نه وو او د وحشي صهیونیسټانو په وړاندې تک تنها پاتې وو.

په دې توګه په ماډرن فلسطین کې د تاؤتریخوالي تاریخچه ښئ چې په فلسطین کې د  تاؤتریخوالي ریښه  د نولسم پیړۍ په وروستیو کې د صهیونزم  پراختیا او د مهاجرینو ا ستعماري پورژې باندې ئې بدلیدا ته و رګرځي . دا واقَعیّت  چې  استعمار ګران  په ډیرو کمو موردونو کې له اجبار  او تاؤتریخوالي پرته  د  استعمار له خوا  او یا دبهرنیو دباؤنو  له خوا له استعمار ګرۍ لاس اخلي ، ښئ چې له استعماري وحشیتوب سره مقابله او د  تاؤتریخوالي  دمخنیوی لپاره  ترټولو ښه لاره  داستعماري پروژې  اجبار د داخلی او بهرنیو دباؤنو له لارې ددغه وضعیّت پاي ته رسول دي . د صهیونز م پروژه  هم  په وروستیو دوو پيړیو کې د فلسطینیانو د ټاټوبی د نیولو لپاره یوه لویه جعلي استعماري پروژه  ده.

 په مننې  سره ،هغه سرچینې  چې په دغه مطلب کې ورڅخه  استفاده  شوې ده؛

Ilan Pappe. 2024.To stop the century-long genocide in Palestine, uproot the source of all violence: Zionism. The new Arab.