-
د یمن په ضد به د امریکا هرډول بلاغوښتنه له ماتې سره مخ شي
Jan 31, 2024 03:08د یمن دلوړې سیاسی شورا لوړپوړي مسئول محمد علی الحوثي پرون ناوخته دې ته په اشارې سره چې امریکا ګواښ کړی دی ، چې دیمن په ضد به ټوله جبهې فعالې کړي، واشنګټن ته خبرداری ورکړ،چې هر هغه بلاغوښته به چې ددغه ګواښ د عملی کیدا په لړ کې وي ، له ماتې سره مخ شي او د یمن د پوځ او ولس له خوا به کلک او هوډمن ځواب وویني .
-
د پاکستان په بلوچستان صوبې کې ۹ ترهه ګر هلاک شول
Jan 31, 2024 03:04د پاکستان د پوځ په اعلامیې کې وئيل شوي دي،چې دغه هیواد په بلوچستان صوبې کې دعامو خلکو په یوې سیمې باندې د ترهه ګرو په حملې کې د جنایتکارو ترهه ګرو په ضد په پاکونکو عملیاتو کې نهه بیلتون غواړي ترهه ګر هلاک شوي او په دغو عملیاتو کې څلور پوځيان هم وژل شوي دي .
-
طالبان له ګاونډیوهیوادونو سره د اړیکوپیاوړتیا او دګډو پولوثبات غواړي.
Jan 31, 2024 03:01محمد یعقوب مجاهد د ایران د اسلامی جمهوریت ، چین او پاکستان له استازو سره په جلاجلا کتنو کې ټينګار کړی دی چې طالبان له ګاونډیو هیوادونو سره د هرډول دوه او څو اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا او د متقابل احترام په اساس راشه دیرشه ته تیار دي او له نورو هیوادونو سره هم د پراختیا او ترقۍ په زمینې کې ملګرتیا او د امنیت تامینولو ته کلک هوډلري.
-
یمن له امریکا او انګلستان سره اوږدمهاله مقابلې ته تیار دی
Jan 31, 2024 02:58مونږ له ستمګرو پوځونو سره د اوږدمهالې مقابلې لپاره تیار یوو او امریکایان او انګریزان او هغه کسان چې له دوي سره غږمله دي ، باید د یمن د کلک هوډ او ارادې قدرت باندې پوهه شي او دا چې په دې باب هیڅ بحث نشته .
-
ایران هیڅکله هم د جغرافیائي پولو بدلول نه مني
Jan 31, 2024 02:55د ایران د بهرنیو اړیکو د سټراټژيکو اړیکو د شورا مشر ووئيل، د ایران اسلامی جمهوریت د سیمې د ټولو هیوادونو د مځکنۍ بشپړتیا او حاکمیّت او خپلواکۍ ملاتړ کوي او د جغرافیائي پولو بدلیدا هیڅکله هم نه مني.
-
پاکستان کې د اوسمهال بحرانونو حل لاره پر قرآني احکامو په عمل کې نغښتې ده
Jan 31, 2024 01:36پر قرآنی اصولو پابندي نه یوازې اخلاقي مشکلات او ستونزې حل کولی شي ، بلکې دنیوي ژوند هم په فضایلو باندې په پوښل کیدا سره لا لوړولی هم شي.
-
په چین کې د افغانستان د طالبانو د سفیر باورلیک ومنل شو
Jan 31, 2024 01:20د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوي عبدالقهار بلخي پر خپل اېکس ټولنیز چینل کې لیکلی دي ، د چین ولسمشر شي جنپنګ د دغه هېواد لپاره د افغانستان د سفیر او ځانګړي استازي په توګه د بلال کریمي باورلیک ومانه.
-
د افغانستان سوکالي او ثبات له ګاونډیانو سره په ملګرتیاپورې تړلی دی
Jan 30, 2024 08:45د کابل په غونډه کښې د ګاونډیو او د سیمې د هېوادونو د استازیو شتون د دې ښودنه کوی چې دغه هېوادونه د افغانستان له خلکو سره د مرستې او د دغه هېواد د مشکلاتو د حل لپاره هوډمن دی.
-
لوېديځ هېوادونه بايد له افغانستان سره د سيمه ييزو ملګرتیاو د عملي ګامونو مخه ونه نيسي
Jan 30, 2024 11:51په سیمه کې بانکونه غواړي چې له افغانستان سره په راکړه ورکړه کې اسانتیاوې رامنځته کړي خو امریکايي بانکونه دوی له دې کار ه منع کوي.
-
ننګرهار کښې ډیرې فابریکې فعالیتونه ترسره کوي راپور دلته لرو
Jan 30, 2024 11:30زمونږ خبریال راپور راکړی ننګرها رکې نږدې څلور سوه سترې او وړې تولیدي فابریکې پر فعالیت بوختې دي.