یمن له امریکا او انګلستان سره اوږدمهاله مقابلې ته تیار دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i145518-یمن_له_امریکا_او_انګلستان_سره_اوږدمهاله_مقابلې_ته_تیار_دی
مونږ له ستمګرو پوځونو سره د اوږدمهالې مقابلې لپاره تیار یوو او امریکایان او انګریزان او هغه کسان چې له دوي سره غږمله دي ، باید د یمن د کلک هوډ او ارادې قدرت باندې پوهه شي او دا چې په دې باب هیڅ بحث نشته .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 31, 2024 02:58 Asia/Kabul
  • یمن  له امریکا او انګلستان سره  اوږدمهاله مقابلې ته تیار دی

مونږ له ستمګرو پوځونو سره د اوږدمهالې مقابلې لپاره تیار یوو او امریکایان او انګریزان او هغه کسان چې له دوي سره غږمله دي ، باید د یمن د کلک هوډ او ارادې قدرت باندې پوهه شي او دا چې په دې باب هیڅ بحث نشته .

د یمن د پوځ  عمومي قوماندان  پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې  ووئيل،  دغه هیواد  له امریکا او انګلستان سره د  اوږدمهالې ډغرې لپاره بشپړ تیار  دی او غاښ ماتونکی ځواب به ورکړي.

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ، امریکا او انګلستان له صهیونیسټي رژيم څخه په ملاتړ کې د څوم ځّل لپاره  له د یمن ځيني پوځي  سایټونه بمباري کړي دي . د یمن پوځ  هم ددغو تیریو په غبرګون کې اعلان کړی دی چې  له دې وروسته به  په سرۀسمندر کې د و اشنګټن او لندن  ګټې هم د یوه روا ټارګټ په توګه د ډرونز او توغندیو   په شیشت کې راوستل شي.

العاطفي  ووئیل ،مونږ  له ستمګرو پوځونو سره  د اوږدمهالې مقابلې لپاره تیار یوو او امریکایان  او انګریزان او هغه کسان چې  له دوي سره غږمله دي ، باید د یمن د کلک هوډ او ارادې قدرت باندې پوهه شي او دا چې  په دې باب هیڅ  بحث نشته .

داپه داسې حال کې دي چې  دیمن په ضد امریکا او دهغې  د متحدانو غلیمانه خوځښتونه  د فلسطین له ولسه د یمن د حکومت او خلکو د ملاتړ   او د غزې په ضد نیواکګرو  د جنایتونو په مقابل کې د دریدا په دلیل  دوام لري ، تیره شنبې ورځې هم امریکا او انګلستان په یمن بیا حملې کړي دي.