-
روسیې طالبانو ته په غونډې کښې د ګډون بلنه ورکړه
Jul 16, 2023 08:40تسنیم خبري اژانس راپور راکړی په افغانستان کښې د روسیې سفیر د ماسکو د فورمیټ په راتلونکي غونډې کښې د ګډون لپاره د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزیر ته بلنه ورکړه.
-
اسلامي ایران به د هیرمند د اوبو له حقه تیر نشي
Jul 16, 2023 07:52زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بریښنا وزیر علي اکبر محرابیان وویل د ایران اسلامي جمهوریت به د هیرمند سیند د اوبو له حق څخه یوه ذره هم تیر نشي.
-
د افغانستان طالبانو د پاکستان تورونه رد کړل
Jul 16, 2023 06:48زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو د حکومت ویاند په افغانستان باندې د پاکستان د امنیتي تورونو په ردولو سره وویل اسلام اباد باید خپل مشکلات د نورو هیوادونو په غاړه وانه چوي.
-
د ننګرهار په ښیوې ولسوالۍ کښې د پنیر او د نورو لبنیاتو تولید ډیر شوی نور حال دلته لرو
Jul 16, 2023 06:27زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د ننګرهار ولایت په ښیوې ولسوالۍ کې د پنیر او نورو لبنیاتو د تولید کاروبار د پخوا په پرتله غوړیدلی دی.
-
په نیواکي فلسطین کې د نتنیاهو په ضد په ۲۸اونۍ هم مظاهرې دوام لري
Jul 16, 2023 02:41په وروستیو میاشتو کې د تل ابیب ،حیفا نیواکي قدس ، بئرالسبع ، ریشون ،لتسیون او هرتزلیا پشمول د نیواکي فلسطین له شماله تر جنوب پورې په لسګونو ښاروونو او ښارګوټو کې په لسګونو زره خلک د صهیونیسټي رژيم د قضائي ادارو کې د اصلاحاتو د مسودې او د نتنیاهو د افراطي زوړپالې کابینې په ضد سترو مظاهرو ته هماغه راز دوام ورکوي.
-
د سوریاوالو کډوالوپه باب د اروپایانواقدام ګستاخ مداخلت دی
Jul 16, 2023 02:35د لبنان د حزب ا... غورځنګ داجرائي شورا مشر د سوریاوالو کډوالو دشتون د دوام دضرورت په باب داروپائي پارلیمان وروستۍ مصوبه یو ګستاخ او بې شرمه اقدام وبالۀ.
-
په افغانستان کې د کوکنارو په سلګونوهیکټره پټي اړول شوي
Jul 16, 2023 01:50افغانستان په شمال کې د بدخشان ولایت په مختلفو سیمو کې په تیرو درو میاشتو کې د کوکنارو کرل شوي په سلګونو هیکټره پټي نابو دکړئ شوي دي.
-
اسلامی ایران د پاکستان امنیت او ثبات خپل امنیت او ثبات ګڼي
Jul 16, 2023 01:37د ایران او پاکستان اړیکې له پخوا راهسې په مختلفو برخو کې مخ په وده دي او پاکستان د ایران د یوه ګاونډي هیواد په توګه له عراقه وروسته په څه دپاسه نهه سوه کلومیټر و پورې د مځکنۍ پولې په درلودلو سره له ایران سره ترټولو اوږده ګډه پوله لري.
-
په سیستان وبلوچستان کې زیات شمیر وسله کشف اوضبط شو
Jul 16, 2023 01:21په وروستیو کلونو کې د امریکا د زیاتره بندیزونو په ناکامیدا سره د ایران په ضد زیاتره امنیتی دباؤ راپورته شوی ، چې په دغو خوځښتونو کې هم دغه بې شرمه دښمن سپیره ماته خوړلې او هیڅ په لاس نه دي ورغلي .
-
افغانانو ته دې د ویزو په صادریدا کې د فساد مخه ونیول شي
Jul 16, 2023 01:08د پاکستان د ولسی جرګې دبهرنیو اړیکو کمیشن له دې مخکې هم په کرتو افغان وګړو ته د ویزو په صادریدا کې د تور بازار په باب سخته اندیښنه ښودلې او جدي نیوکې ئې پرې کړي دي .