د افغانستان طالبانو د پاکستان تورونه رد کړل
زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو د حکومت ویاند په افغانستان باندې د پاکستان د امنیتي تورونو په ردولو سره وویل اسلام اباد باید خپل مشکلات د نورو هیوادونو په غاړه وانه چوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان له داخل څخه د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې د ټروریسټي حملو په ارتباط د پاکستان د پوځ د لوی درستیز او د دفاع وزیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل چې د پاکستان مسائیل او مشکلات باید د پاکستان په داخل کښې حل شي او اسلام اباد باید خپل مشکلات د نورو هیوادونو کار ونه بولي.
ذبیح الله مجاهد د قطر د دوحې موافقو ته د افغانستان د طالبانو ډلې د نه ژمن پاتې کیدا په هکله د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د وینا په ردولو سره وویل د دوحې موافقه له امریکا سره لاسلیک شوي ده او د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد نه استعمالیږي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د پوځ د بیانیې له خپریدا وروسته وویل مونږ په افغانستان کښې د تحریک طالبان پاکستان ډلې د غړیو په امن ځایونو او د هغوې په ازادۍ سره د فعالیتونو په ترسره کولو سخت اندیښمن یوو.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د افغانستان طالبانو ډلې ته دغه راز خبرداری ورکړ چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې پرضد د طالبانو د اقدام نه د ترسره کولو په بڼه کښې به د خپلو ښاریزو او د خپلې خاورې د ساتلو لپاره له ټولو ممکنو اقداماتو او سرچینو استفاده وکړي.
د افغانستان د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل که چیرې د پاکستان پوځ دوباره د افغانستان په خاورې برید وکړي نو مونږ په جدي ډول د دغه حملې مخنیوی کوو او اجازه نه ورکوو هیڅ هیواد زمونږ په خاوره باندې تیری وکړي.