اسلامي ایران به د هیرمند د اوبو له حقه تیر نشي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i135764-اسلامي_ایران_به_د_هیرمند_د_اوبو_له_حقه_تیر_نشي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بریښنا وزیر علي اکبر محرابیان وویل د ایران اسلامي جمهوریت به د هیرمند سیند د اوبو له حق څخه یوه ذره هم تیر نشي.
(last modified 2023-07-16T03:23:37+00:00 )
Jul 16, 2023 07:52 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران به د هیرمند د اوبو له حقه تیر نشي

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بریښنا وزیر علي اکبر محرابیان وویل د ایران اسلامي جمهوریت به د هیرمند سیند د اوبو له حق څخه یوه ذره هم تیر نشي.

د هیرمند د تړون پراساس چې په نولس سوه دوه اویایم میلادي کال کښې د ایران او د افغانستان د هغه وخت چارواکو لاسلیک کړی و د هیرمند سیند له اوبو څخه د ایران ونډه په کال کښې اته سوه شل میلیونه مکعب میټره او په یوې ثانیې کښې کابو شپږویشت مکعب میټره ده چې البته دغه اندازه په  مختلفو میاشتو او موسمونو کښې تفاوت لري.

د افغانستان د اشرف غني حکومت چې د ایران د اوبو د حق د تامینولو ادعا یې کوله په نیمروز ولایت کښې د هیرمند سیند د پاسه د کمال خان ډیم په جوړولو سره عملا د هیرمند د تړون د اجرا خنډ شو چې د ایران په خاوره په تیره بیا په سیستان و بلوچستان ولایت کښې د هیرمند سیند په شاوخوا سیمو کښې د انسانانو د  ځناورو او د بوټو ژوند ته یې  ډیر زیات تاوانونه ورسول.

د ایران د بریښنا وزیر علي اکبر محرابیان پرون له خبریالانو سره په مرکه کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې تراوسه د هیرمند سیند د اوبو د جاري کولو په هکله له بیلابیلو سلامشورو سره سره دغه موضوع محققه نه ده شوي وویل د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په دغه موضوع باندې ټینګار لري او هغه له ټولو چارواکو غوښتي دي چې دغه چارې ته پام وکړي.

د ایران د بریښنا وزیر علي اکبر محرابیان په دې خبرې سره چې د ایران د اوبو د حق د تحقق له نه موندل کیدا سره سره به د اوبو د تامینولو لپاره ضروري اقدامات وشي وویل  تر ټولو مهم اقدلام د سیستان و بلوچستان له ابخوان دشت نهلاب څخه د اوبو انتقالیدل دي چې د دغه ولایت د یوې برخې ضرورت پوره کولای شي.

محرابیان له عمان سمندر څخه سیستان و بلوچستان ، خراسان رضوي ولایت او خراسان جنوبي ولایت ته د اوبو انتقالول نور اقدامات وبلل چې د اجرا په حال کښې دي.