د سوریاوالو کډوالوپه باب د اروپایانواقدام ګستاخ مداخلت دی
د لبنان د حزب ا... غورځنګ داجرائي شورا مشر د سوریاوالو کډوالو دشتون د دوام دضرورت په باب داروپائي پارلیمان وروستۍ مصوبه یو ګستاخ او بې شرمه اقدام وبالۀ.
په عین حال کې د سوریاوالو کډوالو بیرته ستنیدا د ملګروملتو او د اروپائي هیوادونو پشمول دبهرنیو قدرتونو ملاتړ ته ضرورت لري،ځکه باید خپل هیواد ته د سوریاوالو کډوالو د بیرته ستنیدا لپاره زمینه برابره شي.
داپه داسې حال کې دي چې اروپائي پارلیمان په همداوروستیو کې په یوه خوله تصویب کړې ده چې په لبنان کې حاضر سوریاوال کډوال،باید په دغه هیواد کې باقي پاتط شي . په بله معنا، اروپا ددې په ځاي چې دسوریاوالو کډوالو له بیرته ستنیدا سره مرسته وکړي، خپل هیواد ته د دوي دنه ستنیدا غوښته کوي ، یوه داسې موضوع چې دلبنانیو چارواکو سخته غوسه ئې راپارولې ده .
المینار ټيلیویژنی چینل راپور ورکړی، د لبنا د حزب ا... غورځڼګ د اجرائي شورا مشر هاشم فی الدین د اروپائي پارلیمان دغه اقدام د لبنان په چارو کې لاسوهنه بللې او وئيلي ئې دي ، د اروپایانو دغه اقدام د لبنان په چارو کې د ګستاخې لاسوهنې او دلبنان په ملت دځينو مسئلو دتپلو په معنا شمیرل کیږي.
صفی الدین ووئيل، د اروپایانو دغه اقدام په داسې حال کې ترسره کیږي چې پخپله اروپایانو له تکفیریانو او امریکایانو سریه په ملګرتیا سره د لبنان،سورئې وعراق او دسیمې د ولسونو په سر دغه مشکلات اوبلاګانې راوړي دي تپلی دي ،پر دې اساس دوي باید له خپلو ناغیړیو سره اړونده چارو باندې غور وکړي.
د لبنان د حزب ا...غورځنګ دغه لوړپوړي چارواکي لبنان ته د اروپایانو دسپارښتونو او حکمونو په باطل بللو سره زیاته کړه، د لبنان حاکمیّت ته احترام د ټولو دنده ده او د نورو په چارو کې ګوتې وهل هیڅکله هم داروپایانو پخپلو هیوادونو کې په ترینګلتیاؤ برغولی نشي کیښودلی.