-
د ایران او د عربستان خبرې د اړیکو د ټینګولو لاره خلاصوي
May 03, 2022 09:18زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او د بهرني سیاست د کمیسیون غړي حسین نوش ابادي ټینګار وکړ د سعودي عربستان او د ایران ترمینځ د خبرواترو دوام د ناوړه تفاهم په کمیدا سره له امنیتي فضا څخه ډیپلوماټیکې فضا ته د خبرو اترو د حرکت کولو سبب کیږي .
-
په لویدیځې آسیا سیمې کښې د داعش ترهګرې ډلې د تحرکاتو زیاتیدل
May 01, 2022 10:30داعش ترهګرې ډلې ادعا وکړه چې د رمضان په میاشت کښې یې ۱۲۸ ترهګر عملیات ترسره کړې دي چې له امله یې څه باندې ۴۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
-
سید عمار حیکم په افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو غندنه کړې
Apr 30, 2022 09:04د عراق د ملي حکمت د بهیر مشر په افغانستان کې د وروستیو ترهګریزو پېښو په غندنې سره وویل: د افغانستان د خلګو د ځان او مال د خوندیتوب مسئولیت د دې هیواد د حکومت په غاړه ده.
-
ایران ته د عراق د پارلمان د مشر سفر، دوه ګاونډي هیوادونه او مشترکې ګټې
Apr 28, 2022 10:50د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د عراق د پارلمان له مشر سره په لیدنه کې ویلي: دواړه هیوادونه د هر اړخیزو اړیکو د پراخولو جدي اراده لري او هیڅ یو عامل د ایران او عراق ولسونو تر مینځ ژورې اړیکې نه شي ورانولای.
-
ایران د پیاوړي عراق شتون د امنیت او سولې ضامن ګڼي
Apr 28, 2022 01:07فارس خبري اژانس وايي د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د عراق په ډیرو انتخاباتو کښې د خلکو ګډون ته په اشارې سره ټینګار وکړ ایران په عراق کښې د سیاسي بهیر ملاتړ کوي او د یوه(۱) پیاوړي عراق وجود د سیمې د امنیت او د سولې ضامن ګڼي .
-
د ايران او سعودي د خبرو اترو د پينځم پړاو ويره او هيلې
Apr 25, 2022 11:27په بغداد د ايران او سعودي ترمېنځ د خبرو اترو د پيځم پړاو په جوړېدو سره د خبرو اترو د شپږم پړاو لپاره زمينه هم برابره شوې ده. د دې باوجود چې دغه خبرې اترې د عراق په مېنځګړيتوب سره شروع شوې دي خو د خبرو اترو په پينځم پړاو کښې عمان هم يو مثبت کردار ادا کړے دے.
-
نړیواله ټولنه د افغانستان د ترهګرو حملو بې طرفه کتونکي ونه وسي
Apr 20, 2022 07:11مهر خبري اژانس وايي د عراق د ملي حکمت بهیر مشر سید عمار حکیم د کابل د ترهګرو حملو د غندلو په ترڅ کښې وویل نړیواله ټولنه په افغانستان کښې د ترهګرو حملو په هکله بې طرفه ونه وسي .
-
د ترکیې هدف د عراق د تیلو او د ګازو په سرچینو سلطه موندل دي
Apr 20, 2022 06:12زمونږ خبریال وايي د عراق د حزب الله غونډونو په خپل هیواد باندې د ترکیې د تیري هدف د عراق د ګازو او د تیلو په سرچینو باندې د سلطې لپاره هڅه وبلله .
-
د ايران او عراق د تعلقاتو پراختيا لپاره هيڅ ډول محدوديت نشته
Apr 18, 2022 12:47د ايران خارجه وزير سعيد خطيب زاده نن په خپله هفته وار اخباري ناسته کښې د ايران پرېس د خبريال د يوې پوښتنې په ځواب کښې دې ته په اشارې سره چې د ايران او عراق ترمېنځ څو دوه اړخيزه او نړيوال موضوعات روان دي، واضحه کړه، د شلمچې رېلوې لائن پلان، د بهرنيو ښاريزو د تګ راتګ او د ويزې د جاري کولو د اسانتيا لپاره خبرې اترې او په بغداد کښې د ايران او سعودي خبرې اترې د ايران او عراق ډېر مهم دوه اړخيز موضوعات دي.
-
الکردستاني،شیعه مرجعیت ته د سپکاوي په وجه ونیوې شو
Mar 28, 2022 11:51د عراق د کردستان سیمې د کورنیو چارو د وزارت ځواکونو د کردستان د ډیموکراټ ګوند غړی نایف الکردستاني، د دیني مراجعو د سپکاوي په وجه ونیوه