-
د عربستان او کاناډا ترمنیځ د شخړې په دوام کښې ریاض د ټورنټو پروازونه وځنډول
Aug 07, 2018 02:55سعودي عربستان له کاناډا سره د رامینځته شوې شخړې په دوام کښې ټورنټو ته تلونکې او ترې ستنیدونکې د خپلو حکومتي هوايي کرښو ټولې الوتنې ځنډولې دي.
-
عربستان د کاناډا سفیر وباسه
Aug 06, 2018 02:15د عربستان د بهرنیو چارو وزارت نن سهار په دغہ هیواد کښې د مدني ټولنې او د ښځو د حقوقو د فعالانو له نیولو څخه د کاناډا د حکومت د اندیښنې څرګندولو په غبرګون کښې په ریاض کښې د کاناډا سفیر یو ناخوښه کس وباله او تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو پورې یې ورته له عربستانه د وتلو حکم ابلاغ کړ.
-
۱۸ میلیونه یمنیان خوراکي امنیت نه لري
Jul 31, 2018 03:00د خوړو نړیوال پروګرام په یو رپورټ کښې په دې خبرې سره چې په یمن کښې انساني وضعه ډیره خواشینونکې ده، په دغه جنګ ځپلي هیواد کښې د ۱۸ میلیون کسانو د خوراکي امنیت د نشتوالي په هکله خبرداری ورکړ.
-
د یمن پوځ د سعودي ائتلاف یوه جاسوسي الوتکه نسکوره کړه
Jul 28, 2018 03:07د یمن د پوځ دافع هوا او ولسي ځواکونو بیګا د عربستاني ائتلاف یوه بې پایلټه جاسوسي الوتکه ویشتې او نسکوره یې کړه.
-
په سوریه کښې له ترهګرو ډلو د عربستان د ملاتړ نوي اسناد خپاره شول
Jul 21, 2018 03:08انډیپنډنټ برطانوي ورځپاڼې پرون یولړ داسې اسناد خپاره کړل چې په سوریه کښې له ترهګرو ډلو د سعودي عربستان د وسله وال ملاتړ ښودنه کوي.
-
د یمن د انصار الله په بریدونو کښې یوشمیر سعودي تیري ګر هلاک شوي دي
Jul 16, 2018 10:46د یمن انصار ا... ځواکونو د عربستان د الجوف، جیزان او عسیر ولایتونو په ځینو سیمو کښې د سعودي پوځیانو او لاسپوڅو په سنګرونو باندې د توغندیو او توپونو په حملو سره له هغوي لسګونه تنه وژل شوي او زخمي شوي دي.
-
ملګرو ملتو د یمن په الحدیده کښې د زرګونو کورنیو د بې کوره کیدو خبر ورکړ
Jul 16, 2018 11:20ملګرو ملتو د یمن خلاف د سعودي ائتلاف د جنګ له امله د یمن په لویدیځ کښې د الحدیده ولایت د ۳۵ زرو کورنیو د بې ځایه کیدو خبر ورکړ.
-
د فلسطین په هکله د امریکې شیطاني سیاست به هیڅکله عملي نه شي
Jul 16, 2018 09:17د اسلامي انقلاب معظم رهبر نن سهار د حج د چارواکو په کتنه کښې ټینګار وکړ چې د فلسطین په لړ کښې د امریکې شیطاني سیاست به هیڅکله عملي نه شي.
-
په پاکستان کښې د ترهګرۍ دوام
Jul 15, 2018 12:56هغه د پښتو متل چې ونه وايي که د تبر لاسکی مې له خپل لرګي نه وی نو نه به پرې کیدم. یا دا چې (چا کول چې ما کول). پاکستان چې د شوروي خلاف جنګ کښې او همداشان له ترهګرۍ سره تش په نامه جنګ کښې یې لویدیځ او امریکا خوشحال کړل او خپله خاوره یې د دې جنګ په ډګر بدله کړه اوس له بل هر هیواده په زیاته اندازه له ترهګرو بریدونو او د امریکې له دښمنۍ او قهر سره مخ دی.
-
یمني ځواکونو د سعودي ټانکونو قافله له مینځه یوړه
Jul 14, 2018 03:07د یمن د پوځ او ولسي ځواک توغندوي او توپخانه ایز یونټ بیګا د عربستان په خاوره کښې د دغه هیواد د ټانکونو یو کاروان په نښه کړ او له مینځه یې یوړه.