-
پاکستان نورو هیوادونو ته الوتنې پیلوي
May 30, 2020 00:26ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان د ملکي هوايي چلند ادارې وویل د دغه هیواد ټول بهرني الوتونه له بیګا شپې دولس (۱۲) بجې څخه له سره پیلیږي .
-
د امریکا د زیات دباو په وړاندې د ایران د ډیر مقاومت بریالیتوب :-
May 29, 2020 09:33د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوي د ایران په چارو کښې د امریکا د ځانګړي استازي برایان هوک توهم ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ دا امریکا ده چې باید د ایران په وړاندې د لارې انتخابولو ته مخه کړي .
-
چین کښې کورونا ویروس تر ډیره حده کنټرول شوی
May 29, 2020 07:58ایرنا خبري اژانس وايي د چین د روغتیا ملي کمیسیون وویل په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په ټول هیواد کښې هیڅوک په کورنا ویروس نه دی اخته شوی او نه څوک له دغه ناروغۍ مړ شوی .
-
کورونا وائرسو افغانستان له خطر ناک حالت سره مخ کړے دے
May 28, 2020 03:00د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، له کورونا سره د خلکو د بې پروایۍ له کبله افغانستان د ځینو نورو هېوادونو په څېر هغه حالت ته نېږدې شوی دی چې په کورونا اخته کسان سره تفکیک کړي چې باید د چا ژوند وژغورل شي او د چانه ځکه چې ټولو ته به رسېدنه ستونزمنه وي.
-
د کورونا له خپرېدو وروسته د کابل – مشهد وړومبنے الوت
May 28, 2020 00:40د ايران د خراسان رضوي د هوائي ډګرونو عمومي مدير د کورونا له خپرېدو وروسته له کابل نه مشهدته د افغانستان د وړومبني الوت خبر ورکړ.
-
ایران کښې د کرونا ۱ لاک ۱۱ زره ناروغان ښه شوې دي
May 27, 2020 11:13د ایران د روغتیا وزارت وویل: تراوسه په ایران کښې یو لاک یوولس زره او یوسل شپږاویا کسان له کرونا ښه شوې دي او له روغتونونو رخصت کړی شوي دي.
-
د امریکا ولسمشر د دروغ ویلو په حال کښې دی
May 27, 2020 01:28زمونږ خبریال وايي د امریکا په ولسي جرګې کانګرس کښې د کیلي فورنیا ایالت استازي ټیډلیو (Ted Lieu) بیګا د کورونا ویروس له خپریدا سره په مقابلې کښې د خپل بریالي کړچار په باره کښې د ولسمشر ترمپ ادعا او د ځان ستاینې ته په غبرګون کښې وویل ټرمپ د دروغ ویلو په حال کښې دی .
-
په ایران کې په کرونا ککړ یولک لس زره کسان ښه شوي
May 26, 2020 10:08په نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر هم کابو پنځه میلیون او شپږلکه پنّځه زره تنو ته رسیدلی چې له دغو کسانو لږترلږه درې لکه اته څلویښت زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او همداراز څه دپاسه دوه میلیون اودرې لکه درې اتیا زره کسان له درملنې وروسته ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .
-
افغانستان کې د کورونا وائرسو ۵۹۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې
May 25, 2020 11:08د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کښې د هېواد په کچه د کرونا وایرسو ۵۹۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
-
په ايران کښې د امام رضا (ع) او بي بي فاطمه معصومه (س) پاک حرمونه پرانېستل شول
May 25, 2020 07:57په مشهد مقدس ښار کښې د اتم امام حضرت امام رضا (ع) حرم او په قم مقدس ښار کښې د هغه حضرت د خور بي بي حضرت فاطمه معصومه (س) حرم په ايران کښې له کورونا سره د مقابلې ملې کمېټۍ په حکم له نن سحر څخه پرانېستل شول.