د افغانستان د روغتیا وزارت:
کورونا وائرسو افغانستان له خطر ناک حالت سره مخ کړے دے
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، له کورونا سره د خلکو د بې پروایۍ له کبله افغانستان د ځینو نورو هېوادونو په څېر هغه حالت ته نېږدې شوی دی چې په کورونا اخته کسان سره تفکیک کړي چې باید د چا ژوند وژغورل شي او د چانه ځکه چې ټولو ته به رسېدنه ستونزمنه وي.
د دغه وزارت مرستیال وحیدالله مجروح پرون په یوه خبري غونډه کې وویل، د اختر په ورځو کې د خلکو له خوا د کورونا ناروغۍ جدي نه نیول په هېواد کې د یوه لوی کړکیچ د رامنځته کېدو سبب شول او د کورونا ویروس د سرایت پرې شوې کړۍ بېرته وصل شوه: هغه وويل« له بده مرغه د خلکو بې پروایۍ په هېواد کې مصیبت رامنځته کړ، او یو شمېر هېوادوال مو دکورونا په مصیبت کې د غرقېدو په حال کې دي، کورونا باید جدي ونیول شي، د اختر په دريو ورځو کې د روغتیا سکتور له ټولو بدې ورځې ولیدې، آن تر دې چې یوه ناروغ به په آی سي یو کې ژوند له لاسه ورکاوه او بل به هغه ته منتظر و چې د وفات شوي کس پرځای په ای سي یو کې بستري شي.» د عامې روغتیا مرستیال په ورته وخت کې زیاته کړه، چې د یوې لنډې دورې یعنې له دوو نه تر څلورو اونیو پورې په هیواد کې کرځبندیز یا قرنطینه ته ته جدي اړتیا ده، ترڅو د کورونا ویروس د سرایت کړۍ پرې او د دغه ناروغي کنترول شي.