Pars Today
د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د پاکستان وزیراعظم په مختلفو برخو کښې د دوه اړخیزې ملګرتیا په پراختیا باندې تاکید وکړ.
د امریکايي ډالر په وړاندې د پاکستاني روپۍ د ارزښت له کمیدو وروسته د پاکستان وزیراعظم د اسعارو د بازار لپاره د یوې ځانګړې کمیټې د جوړولو حکم صادر کړی دی.
د پاکستان وزیراعظم د اروپايي اتحادیې او امریکې مشرانو ته د لیک په ورلیږلو سره، له ایرانه د پاکستان د ګیس اخیستو په لړ کښې د هغوي د پریکنده دریځ پوښتنه کړې ده.
د پاکستان د خزانې وزارت په يوې بيانيه کښې د دغه هېواد د مرکزي بېنک يا سټېټ بېنک د نوي مشر د ګمارل کېدو خبر ورکړ.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د دغه هیواد د مرکزي بانک مشر له خپلې څوکۍ لرې کړ.
تهران ته د پاکستان د وزیراعظم عمران خان سفر او د دواړو هیوادونو د لوړرتبه پلاویو په مذاکراتو کښې شویو مهمو موافقو د تهران او اسلام آباد اړیکې یو نوي پړاؤ ته ورسولې.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل: تهران او اسلام آباد فېصله وکړه چې په پولو کښې له ترهه ګرۍ سره د ګډې مبارزې لپاره چټک درعمل ښودونکے ځواک جوړ کړي.
ايران او پاکستان په تهران کښې د روغتيا او علاج په برخه کښې د ملګرتيا سند لاسليک کړ.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر نن په سرکاري توګه د سعد آباد په تاريخي – کلتوري کمپلېکس کښې د پاکستان د وزيراعظم هرکلے وکړ.
د تهران اکثرو ورځپاڼو په خپلو نننيو ګڼو کښې ايران ته د پاکستان د وزيراعظم عمران خان د سفر په اړه خبرونه ورکړي دي.