د پاکستان حکومت د افغانستان د خلکو سپکاوی کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i83147-د_پاکستان_حکومت_د_افغانستان_د_خلکو_سپکاوی_کړی_دی
د پاکستان د قومي وطن ګوند مشر وویل چې د دغه هیواد وزیراعظم د افغانستان د ولسمشر اشرف غني هرکلي ته د یو سلاکار په ورلیږلو سره د هغه سپکاوی کړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 02, 2019 11:30 Asia/Kabul
  • د پاکستان حکومت د افغانستان د خلکو سپکاوی کړی دی

د پاکستان د قومي وطن ګوند مشر وویل چې د دغه هیواد وزیراعظم د افغانستان د ولسمشر اشرف غني هرکلي ته د یو سلاکار په ورلیږلو سره د هغه سپکاوی کړی دی.

تسنیم خبري آژانس خبر ورکړی چې آفتاب احمد خان شیرپاؤ زیاته کړه: له اشرف غني سره د پاکستان د حکومت دا چلن په حقیقت کښې د افغانستان د خلکو او د دواړو هیوادونو د پښتنو سپکاوی دی.

هغه څرګنده کړه: عمران خان د اشرف غني هرکلي ته په داسې حال کښې خپل سلاکار ورلیږلی چې څه موده مخکښې د عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د هرکلي لپاره د اسلام آباد هوائي ډګر ته لاړ او حتی د هغه موټر یې هم په خپله وچلوه.

د ویلو ده چې د افغانستان ولسمشر تیره جمعه د پاکستان د وزیراعظم په رسمي بلنه اسلام آباد ته تللی و خو د اسلام آباد په نړیوال هوايي ډګر کښې یې د هرکلي لپاره د پاکستان هیڅ کوم جګ پوړي چارواکي شتون نه درلود بلکې د تجارت او پانګونې په چارو کښې د عمران خان د حکومت سلاکار عبدالرازق داؤد یې د اشرف غني هرکلي ته ورلیږلی و.