عمران خان د کشمیر په کنټرول لاین کښې شوې چاودنه وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i83191-عمران_خان_د_کشمیر_په_کنټرول_لاین_کښې_شوې_چاودنه_وغندله
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د کشمیر په کنټرول لاین کښې شوې چاودنه په کله غندلې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 04, 2019 11:41 Asia/Kabul
  • عمران خان د کشمیر په کنټرول لاین کښې شوې چاودنه وغندله

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د کشمیر په کنټرول لاین کښې شوې چاودنه په کله غندلې ده.

له اسلام آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د کشمیر کنټرول لاین ته څیرمه د شوې چاودنې له امله د پاکستان پنځه تنه پوځیان وژل شوي دي.

د پاکستان وزیراعظم وویل: بزدلانه اقدامات د خپل حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره د پاکستان د امنیتي ځواکونو هوډ نه شي کمزورې کولی.

عمران خان د دغې چاودنې له امله د وژل شویو پوځیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره وویل: پاکستان به پرې نږدي چې د سرحدونو امنیت یې په خطر کښې ولویږي.

د ویلو ده چې پاکستان له هندوستان سره د کشمیر په شمول یوشمیر مسائلو په سر سخت اختلاف لري او یو بل د ترهګرۍ په ملاتړ تورنوي.