-
د پاکستان په پلازمینه کښې د «لبیک یا اقصی» چغو انګازې وکړې
Nov 13, 2023 03:53اسلام آباد کښې د فلسطین زرګونو پلویانو او ملاتړو د امریکې د سفارت په لور لاریون سره، له نیواکګر صهیونیسټي رژيمه خپله کرکه څرګنده کړه
-
د نړۍ حقوق پوهانو په غزه کښې د نسل وژنې په هکله خبرداری ورکړ
Nov 13, 2023 04:14د ټولۍ نړۍ ۸۰۰ محققانو او حقوق پوهانو په غزه کښې د روانو پیښو د توصیف لپاره د «نسل وژنې» د کلمې په کارولو سره، ډیر زر د نسل وژنې د غمیزې په هکله خبرداری ورکړ.
-
د حزب الله په حمله کښې ۲۹ صهیونیسټان زخمي شول
Nov 13, 2023 04:11خبري سرچینو تیره شپه رپورټ ورکړی چې د حزب الله په برید کښې د صهیونیسټي رژيم ۲۹ کسان ژوبل شوي دي.
-
د بخښنې نړیوال سازمان هم د صهیونیسټانو د جنایتونو په وړاندې د لویدیځ چپتیا وغندله
Nov 13, 2023 01:57د بخښنې د نړیوال سازمان عمومي منشڼې په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټي د روانو جنایتونو او حملو په وړاندې د لویدیځ چپتیا په کلکه غندلې ده.
-
د کاناډا استازي د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په وړاندې د خپل حکومت په چپتیا نیوکه وکړه
Nov 13, 2023 01:54د کاناډا د پارلیمان یو نماینده په غزې تړانګه کښې د فلسطینیانو خلاف د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو او حملو په وړاندې د کاناډا د حکومت په چپتیا باندې سخته نیوکه کړې ده.
-
طوفان الاقصی عملیاتو د اسرائیلو سټراټيژیانې ناکامه کړي
Nov 12, 2023 09:15فارس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک قومندان برید جنرال «محمد پاکپور» وویل د طوفان الاقصی عملیات د صهیونیسټ رژیم په سترو پوځي سټراټيژیو د چلیپا کرښه او د اسرائیلو د پینځه اویا کلن ظلم ، وژلې او نیواک پرضد د فلسطین د بې فاع خلکو حرکت دی.
-
د فلسطین مبارزانو د اسرائیلو دوه نور ټانکونه تباه کړل
Nov 12, 2023 12:54ایرنا خبري اژانس د فلسطین د سرچینو په قول وویل چې عزالدین القسام غونډ په غزې تړانګه کښې د ځمکنیو جنګونو په وخت د صهیونیسټ رژیم د دوو نورو ټانکونو د تباه کولو خبر ورکړ.
-
د ریاض د غونډې پریکړه لیک قوي او محکم دی
Nov 12, 2023 12:43زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت وړاندیزونه په عربستان کښې د اسلامي هیوادونو د مشرانو د غونډې په پائیز پریکړه لیک کښې درج شوي او د دغه پریکړه لیک لحن او ټکي قوي او محکم دي.
-
د غزې مبارزان به خپل راتلونکی وټاکي
Nov 12, 2023 12:31المیادین ټيلي ويژن راپور راکړی د لبنان د حزب الله غورځنګ د اجرايي شورا مشر سید هاشم صفي الدین ټینګار وکړ: د حزب الله قدرت له مخکې څخه زیات شوی او د فلسطین د غزې مبارزان به راتلونکی وټاکي.
-
عربستان کښې د اسلامي هیوادونو د غونډې په هکله دولت وزیري او رحیم الله خوګیانی څه وايي؟
Nov 12, 2023 12:10د تهران راډیو ګرانو اوریدونکو په تیرې شنبې ورځ د سعودي عربستان په پلازمینې ریاض کښې د اسلامي ملګرتیا د موسسې د غړیو هیوادونو د مشرانو غونډه وشوه چې د فلسطین په حالاتو باندې د غور کولو لپاره وه مونږ په همدې هکله د پوځي چارو د کارپوه ښاغلي دولت وزیري او د نړیوالو مسائیلو د شنونکي ښاغلي رحیم الله خوګیاڼي نظرونه پوښتلي دي چې اوس یې درته په دغه ګردي میز کښې وړاندې کوو.