-
د اماراتو د فوځي مرستو اتمه جوپه صهیونیستي رژیم ته ورسېده
Nov 04, 2023 09:45په داسي حال کې چي په غزې باندې د صهیونیستانو د بریدونو په دوام سره، د ښځو او ماشومانو په شمول د شهیدانو شمېر له نهو زرو او د ټپیانو شمېر له ۲۳ زرو نه اوښتې دي، صهیونیستي رسنیو ادعا کړې ده چي د متحده عربي اماراتو له لورې د فوځي مرستو اتمه جوپه تل ابیب ته رسېدلې ده.
-
طوفان الاقصی ۲۹ ورځ/ په غزې باندې د صهیونیستي رژیم د بریدونو دوام او د فلسطیني مبارزینو مقاومت +ویډیو
Nov 04, 2023 08:44د غزې په ضد د صهیونیستي رژیم د جنګ ۲۹ ورځ کې هم د ښوونځیو، رغتونونو او رسنیزو مرکزونو په شمول په عامو تاسیساتو او خلګو باندې د اسرائیل د رژیم بریدونه دوام موندلي دي او د مقاومت ځواکونو په مختلفو سیمو کې له صهیونیستي دښمن سره نښته کړې ده.
-
د طوفان الاقصی د عملیاتو په هکله د حسن نصر الله د وینا مهم اړخونه:-
Nov 04, 2023 03:45د لبنان د حزب الله مشر سید حسن نصر الله په خپلې وینا کښې د قدس د نیواکګر رژيم د جنایتونو په هکله د عربو هیوادونو په چوپتیا باندې د نیوکې په ترڅ کښې ټینګار وکړ طوفان الاقصی عملیات کاملا فلسطیني او د فلسطین د ملت او د فلسطین د ایډیال لپاره دي.
-
حزب الله او حماس غورځنګونو د اسرائیلو ټانکونه تباه کړل
Nov 04, 2023 02:33زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین حماس غورځنګ او د لبنان حزب الله غورځنګ د اسرائیلو په پوځ باندې ستره حمله وکړه او له کبله یې د صهیونیسټ رژيم شپږ ټانکونه او نهه پوځي ګاډي تباه شول او دغه راز د اسرائیلو د پوځ د یوه لوړرتبه افسر په شمول نولس پوځيان هلاک شوي هم دي.
-
په تهران کښې د نړیوال استکبار جنایتونه نندارې ته وړاندې شول
Nov 04, 2023 01:22زمونږ خبریال راپور راکړی په تهران کښې له نړیوالو استکبار سره د مبارزې له ملي ورځې سره په یووخت «امریکا به روایت اسناد» په نوم سره یو شمیر طرحې نندرې ته وړاندې شوې.
-
امریکا د غزې د ټولو وژلو او غمیزو نیغ په نیغه مسووله ده
Nov 04, 2023 00:29زمونږ خبریال راپور راکړی د لبنان د حزب الله مشر وویل امریکا نن سبا د فلسطین د غزې د ټولو جنایتونو نیغ په نیغه مسووله ده او امریکا باید د وروستیو وژلو تاوان ورکړي او په سیمه کښې د خپلو جنایتونو په دلیل تنبیه شي.
-
د حزب الله مشر: د صهیونیسټانو سره مبارزه مشروع، اخلاقي، دیني او انساني ده
Nov 03, 2023 14:13د لبنانس د حزب الله عمومي مشر سید حسن نصرالله د خپلې ځآنګړې وینا په ترڅ کې وویل، له صهیونیسټي رژیم سره جګړه له هر لورې روا ده.
-
د الجزایر په مجلس کې د "اسرائیلو سره د جګړې اجازې" قانون تصویب شو
Nov 03, 2023 11:50د الجزایر ولسی جرګې د سلو څخه په سلو رایو د دغه هېواد ولسمشر ته اجازه ورکړه چې د غزې د بې ګناه خلکو د دفاع لپاره د اړتیا پر مهال له صهیونیسټ رژیم سره د جنګ ډګر ته ښکته شي.
-
امریکا بشری حقوق د جنایتکارصهیونیسټي رژیم دګټو قرباني کړی دي
Nov 03, 2023 04:09د ایران داسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي ووئيل، امریکا او په ګوته شمیر څو هیوادونو ، ملګري ملتونه برمته کړي دی او نړیواله سوله امنیت او بشری حقوق ئې د اسرائيلو دجنایتکار او توکمپال رژیم د ګټو قرباني کړي دي .
-
د صهیونیسټي رژیم د مرګ وخت رارسیدلی دی
Nov 03, 2023 04:02سردار حاتمي ووئیل، صهیونیسټي رژيم د درستو نړیوالو قوانینو او مقرراتو او د بشری حقوقو په اپوټه دغزې ښار په عامو خلکو روغتونونو ،بیخ بینائی تاسیساتو ،جوماتونو ښونځیو باندې په سپين فاسفورس لرونکو نادودو وسلو او درندو بمونو څخه په استفادې سره وحشیتوب وړاندې کړی دی چې بلاخره هم ددوي د مرګ وخت رارسیدلی او دغه جنایتونه ددوي د دړې وړې کیدا مخه نشی نیولی .