په تهران کښې د نړیوال استکبار جنایتونه نندارې ته وړاندې شول
زمونږ خبریال راپور راکړی په تهران کښې له نړیوالو استکبار سره د مبارزې له ملي ورځې سره په یووخت «امریکا به روایت اسناد» په نوم سره یو شمیر طرحې نندرې ته وړاندې شوې.
په دغو طرحو کښې په ویټنام هیواد باندې د حملې او د دیرش لکه خلکو د وژل کیدا، د ایران په طبس سیمې باندې د پوځي حملې او په دوه زره لومړي میلادي کال کښې په افغانستان باندې د حملې او د لس لکه خلکو د وژل کیدا په شمول د نړۍ په بیلابیلو سیمو کښې د نړیوال استکبار د جنایتونو تصویرونه د تهران په ښاري فضا کښې نندرې ته وړاندې شوي دي.
په دغو طرحو کښې د تهران په ښاري فضا کښې د صهیونیسټ خونخوار رژیم د جنایتونو د غندلو لپاره د لندن ، د پاریس او د واشنګټن د خلکو د مظاهرو تصویرونه نندرې ته وړاندې شوي دي.
د فلسطین مقاومت ځواکونو د اکتوبر په اومه نیټه د قدس د نیواکګر رژیم پرضد له غزې تړانګې څخه د طوفان الاقصی عملیات پیل کړي و او دغه رژیم د خپل شکست د جبرانولو او د انتقام د اخیستلو او د مقاومت ډلو د عملیاتو د بندولو لپاره غزې ته ټولې تلونکي لارې بندې کړي او په غزې باندې یې له تیرو څو اونیو راهسې وحشیانه هوايي بمباریو او حملو ته دوام ورکړی.
د فلسطین د روغتیا وزارت ویاند وویل چې په غزې باندې د اسرائیلو د خونړي رژیم د حملو د شهیدانو شمیر نهه زره او دوه سوه اوویشت او د ژوبلو کسانو شمیر هم درویشت زره او پینځه شوه شپیتو ته رسیدلی دی.
له ایران اسلامي جمهوریت پرته اکثره اسلامي هیوادونه یوازې تماشه کوي او ځینې راپورونه وايي چې متحده عربي اماراتو خپل پوځيان اسرائیلو ته استولي دي او هلته د فلسطین د مظلوم او بې ګناه ولس پرضد د اسرائیلو په څنګ کښې جنګیږي.