-
د فلسطین د غزې تړانګې د جنګ مدیریت له امریکا سره دی
Dec 18, 2023 00:44زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو د وزارت د لویدیځې اسیا او د افریقا د شمال د چارو مسوول «مهدي شوشتري» وویل اسرائیلو ته د امریکا د حکومتي چارواکو سفرونه او د صهیونیسټ رژيم د جنګ په کابینې کښې د هغوې ګډون ښودنه کوي چې د فلسطین په غزې تړانګه کښې د جنګ اصلي مدیت له امریکا سره دی.
-
ترهګرې ډلې د صهیونیسټي رژیم له ملاتړه برخمنې دي
Dec 17, 2023 02:39د ایران د کورنیو چارو وزیر وویل: هغه ترهګرې ډلې چې د سیستان او بلوچستان ولایت د خلکو د سولې، امنیت او یووالی د ګډوډولو هڅه کوي، د صهیونیسټي رژیم له ملاتړه برخمنې دی.
-
د تېرو درېیو مياشتو پر مهال په بريدونو او چاودنو کې ۶۵ کسان وژل شوي
Dec 17, 2023 01:30امنيت شورا ته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي آنتونيو ګوترش په خپل وروستي راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (يوناما) د دې دورې پر مهال د ۶۵ تنو وژل کېدل او د ۱۲۵ نورو ژوبلېدل ثبت کړي دي.
-
د راسک خونړۍ پیښه او تر شا یې اهداف
Dec 16, 2023 12:38جیش الظلم ترهګرې ډلګۍ د یوې بیانیې په خپرولو سره خبر ورکړی چې کسانو یې د جمعې په شپه په راسک ولسوالۍ کښې د پولیسو په قومندانۍ یرغل کړی دی.
-
په لسګونو زره خلکو د امنیت د شهیدانو دجنازودستورې ترسره کړې
Dec 16, 2023 10:05د ایران د سیستان او بلوچستان په راسک سیمې کې د پرون سهار وختي دپولیسو په یوه مرکز باندې پيّلو او جنایتکارو ترهه ګرو ناڅاپي حمله کړې چې په نتیجې کې ئې دپولیسو ۱۲ کسان شهیدان شوي او یوشمیر ټپیان شوي دي.
-
په ایران کې د راسک د پولیسو پر مرکز په ترهګریز برید کې ۱۲ تنه شهیدان شوي
Dec 15, 2023 11:06د جیش الظلم ترهګرې ډلې د ایران په سویل ختیځ کې په راسک ښار کې د پولیسو پر یوه مرکز ترهګریز برید ترسره کړی.
-
په ۲۰۲۴ کال کې به شاوخوا اته میلیونه افغان ماشومان د لوږې له ناورین سره مخ شي
Dec 15, 2023 10:48د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان د افغان ماشومانو د ناوړه وضعیت په اړه خبرداری ورکړی.
-
خبریال عبدالرحیم محمدي د طالبانو له بنده خوشې شو
Dec 15, 2023 10:01افغان خبریال عبدالرحیم محمدي چې له شاوخوا لس ورځو راهیسې د طالبانو په بند کې وو، پرون ماخوستن په کندهار کې د استخباراتو له بنده خوشې او خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.
-
افغانستان د پاکستان او نړۍ د امنیت لپاره ګواښ دی
Dec 15, 2023 09:50د پاکستان د اطلاعاتو لنډمهاله وزیر مرتضی سولنګي ویلي، چې افغانستان د داعش او القاعده په څېر، د ترهګرو ډلو په پټنځای بدل شوی.
-
افغان طالبان دې د ترهګرو ډلو ځپلو لپاره عملي ګامونه واخلي
Dec 15, 2023 09:26د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت باید د ترهګرو ډلو پر وړاندې کوټلي ګامونه واخلي او د ټي ټي پي مشران پاکستان ته وسپاري.