-
پاکستان کښې نن اقتصادي فعالیتونه پیلیږي
May 09, 2020 01:15زمونږ خبریال وايي د پاکستان حکومت د کورونا ویروس د خپریدا د مخنیوي په دلیل د عمومي قرنطینه د نیټې د ختمیدا او د اقتصادي فعالیتونو له سره پیلیدل اعلان کړل .
-
کورونا ویروس د ایټالیا ۳۰۰۰۰ خلک وژلي
May 09, 2020 01:03تسنیم خبري اژانس وايي د ایټالیا حکومت بیګا وویل په تیرو څلرویشتو(۲۴) ساعتونو کښې په دغه هیواد کښې په کورونا ویروس یوزر درې سوه اوویشت (۱۳۲۷) نور کسان ککړ شوي او له کبله یې دوه سوه درې څلویښت (۲۴۳) نور مړه شوي هم دي .
-
امریکا کښې د بې کارۍ اندازه غمیزناکه ده
May 09, 2020 00:37ایرنا خبري اژانس وايي د امریکا د ویرمونټ ایالت د مشرانو جرګې غړي بیرني سینډرز بیګا په خپل هیواد کښې د بیکارۍ د اندازې او د خلکو د کارونو د لاسه ورکولو د غمیزې په بللو سره ټینګار وکړ د ولسمشر ټرمپ حکومت باید د کارکونکو معاشونه او تنخواګانې تضمین کړي .
-
افغانستان کښې کورونا ویروس په زیاتیدا دی
May 08, 2020 23:34اوا خبري اژانس وايي د افغانستان د روغتیا وزارت وویل په دغه هیواد کښې په کورونا ویروس د ککړو او د وژل شویو کسانو شمیر زیات شوی .
-
د افغانستان حکومت ۵۲ نور طالب زندانیان آزاد کړل
May 07, 2020 01:27د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، له کرونا سره د مبارزې او د صلحې د ټینګښت د هڅو په لړ کې يې ۵۲ تنه طالب زندانیان له بنده خلاص کړي.
-
له ضرورتمنو ملتونو سره به د ايران مرستې دوام ولري
May 06, 2020 09:07د ايران د خارجه وزارت وياند افغانستان، لبنان او جرمني ته د ايران د اسلامي جمهوريت د طبي سامانونو لېږلو ته په اشارې سره وويل: اسلامي ايران به له ضرورتمنو ملتونو سره مرستو ته هم هغه شان دوام ورکړي.
-
په تهران پوهنتون کښې د کورونا واکسينو د جوړولو وړومبني تحقيقات شروع شول
May 06, 2020 07:21د تهران پوهنتون مشر په دغه پوهنتون کښې د څيړونکو لخوا د کورونا وائرسو د واکسينو د جوړولو د وړومبنيو تحقيقاتو د شروع کېدو خبر ورکړ.
-
په ايران کښې له 81 زرو نه زيات کورونائي بيماران روغ شول
May 06, 2020 12:53د ايران د روغتيا وزارت اعلان وکړ، په ايران کښې تر اوسه په کورونا وائرسو اخته 81 زره 587 تنه ښۀ شوي دي او له روغتونونو رخصت کړې شوي دي.
-
ایران جرمني ته څلویښت زره کیټونه واستول
May 05, 2020 10:31زمونږ خبریال وايي له کورونا ویروس سره د مقابلې لپاره د ایران د یوه(۱) پوه بنسټه شرکت لخوا د سیرولوژي د تشخیص د کیټونو لومړنی پیټی چې څلویښت زره (۴۰۰۰۰) کیټونه پکښې شامل وو جرمني ته صادر شو .
-
اسلامي ایران افغانستان ته لس زره ماسکونه ډالۍ کړل
May 05, 2020 08:53زمونږ خبریال وايي د ایران اسلامي جمهوریت په افغانستان کښې د کورونا ویروس خپریدا او د روغتیا او طبي تجهیزاتو او شیانو ته د دغه هیواد اړتیا ته په پام سره افغانستان ته لس زره (۱۰۰۰۰)ماسکونه واستول .