-
ایران د سیمې د هیوادونو ترمینځ د خبرو هرکلی کوي
Apr 26, 2021 04:08فارس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف چې د قطر له چارواکو سره د کتنې او خبرو اترو لپاره دوحې ته تللی دی بیګا د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سره کتنه او خبرې وکړې .
-
ګاونډي هیوادونه د ایران لومړیتوب دی
Apr 26, 2021 05:28فارس خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف بیګا په ټویټر پیغام کښې د قطر له امیر سره خپله کتنه ښه وبلله او ټینګار یې وکړ ګاونډي هیوادونه د ایران لومړیتوب دی .
-
د ایران د بهرنیو چارو وزیر نن عراق ته ورځي
Apr 26, 2021 04:27ایرنا خبري اژانس وايي د عراق د باندنیو چارو د وزارت ویاند احمد الصحاف بیګا په یوې (۱)خبر پاڼه کښې بغداد ته د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر محمد جواد ظریف د سفر په تائیدولو سره وویل په دغه سفر کښې به د دواړو هیوادونو د ګډو دلچسپیو او د دوه اړخیزه اړیکو په هکله غور وشي .
-
قطر او عراق ته د جواد ظریف سفر د سیمه ییزو او له سیمې د ورهاخوا هدفونو اهمیت :-
Apr 25, 2021 12:36د ایران د باندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف نن د یوه(۱) پلاوي په مشرۍ د عراق او د قطر له چارواکو سره د کتنو او خبرو اترو لپاره دغو دوو(۲)هیوادونو ته روان شو .
-
د ایران خارجه وزیر د عراق ملت او حکومت ته تسلیت ووایه
Apr 25, 2021 11:23فارس خبري اژانس راپور ورکړ د ایران د باندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په بغداد کښې په کوروناویروس د اخته کسانو په روغتون کښې د چاودنې په مناسبت د عراق ملت او حکومت ته تسلیت ووایه .
-
ترکیې، افغانستان او پاکستان د افغان کډوالو په کوربه توب کښې د ایران رول وستایه
Apr 25, 2021 07:39د ترکیې، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغان کډوالو په کوربه توب کښې د ایران په شمول د افغانستان د ګاونډیانو او د سیمې د هیوادونو د رول قدرونه وکړه
-
د کرونا د نړیوالې ټریجډۍ ختمول نړیوالې ملګرتیا ته ضرورت لري
Apr 25, 2021 07:37د ایران د بهرنیو چارو وزیر په یو ټویټ کښې ټینګار وکړ چې د کرونا د نړیوالې ټریجډۍ پاې ته د رسولو لپاره نړیواله ملګرتیا ضروري ده
-
د ایران او پاکستان خارجه وزیرانو د دوه اړخیزو ملګرتیا په پراختیا تاکید وکړ
Apr 22, 2021 07:53د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په یو ټویټ کښې په تهران کښې له خپل پاکستاني همرتبه سره ملاقات ته په اشارې سره ولیکل چې په دغې کتنې کښې د دوه اړخیزو ملګرتیا د پراخولو او د افغانستان، فلسطیني او څواړخیزپالنې په هکله د سیمه ایزې غږملتیا په سر موافقه وشوه.
-
اسلامی ایران د افغانستان دسولې د بهیر بشپړ ملاتړ کوي
Apr 17, 2021 15:24دواړو لورو همداراز په دغو خبرواترو کې د دواړو هیوادونود سټراټژيکو ملګرتیاؤ د جامع سند په نهائي کولو او لاسلیک کولو کې دچټکتیاپه ضرورت ټينګار وکړ .
-
د ایټمي مذاکراتو په هکله د اسلامي انقلاب د معظم رهبر نظریه
Apr 15, 2021 12:24د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر ټینګار وکړ چې د ایټمي موافقې (برجام) په هکله د ایران سیاست معلوم دی او مسئولان دې خیال وساتي چې مذاکرات اوږده او ستومانه کونکي نه شي ځکه چې د هیواد لپاره تاوان لري.