د ایران خارجه وزیر د عراق ملت او حکومت ته تسلیت ووایه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i99426-د_ایران_خارجه_وزیر_د_عراق_ملت_او_حکومت_ته_تسلیت_ووایه
فارس خبري اژانس راپور ورکړ د ایران د باندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په بغداد کښې په کوروناویروس د اخته کسانو په روغتون کښې د چاودنې په مناسبت د عراق ملت او حکومت ته تسلیت ووایه .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 25, 2021 11:23 Asia/Kabul
  • د ایران خارجه وزیر د عراق ملت او حکومت ته تسلیت ووایه

فارس خبري اژانس راپور ورکړ د ایران د باندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په بغداد کښې په کوروناویروس د اخته کسانو په روغتون کښې د چاودنې په مناسبت د عراق ملت او حکومت ته تسلیت ووایه .

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر  محمد جواد ظریف په بغداد کښې په کورونا ویروس د ککړو کسانو په روغتون کښې د اکسیجن د سلینډر د چاودیدا د پیښې په هکله وویل زه د عراق دوست او ورور ملت او حکومت او د وژل شویو کسانو کورنیو ته د دغه ستر مصیبت په هکله تسلیت وایم .

د عراق د پلازمینې بغداد په ابن الخطیب روغتون کښې د اکسیجن د سلینډر د چاودیدا په پیښه کښې کابو درویشت (۲۳) کسان چې په کورونا ویروس اخته وو ووژل شول .

ځینې راپورونه وايي چې په دغه پیښه کښې د روغتون ځینې نرسان او ډاکټران هم ژوبل شوي دي .

د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده هم په بغداد کښې په روغتون کښې د چاودنې په هکله د عراق ملت او حکومت ته تسلیت ووایه .