-
ټول لوبغاړي دې په فلسطین او لبنان کې د جنګ د فوری دریدا لپاره هڅه و کړي
Oct 30, 2024 01:16سحاب – د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر په فلسطین او لبنان کې د جنګ د فوری دریدا لپاره د ټولو بغاړو په هڅو په ټيګار سره ووئيل، باید یوې ډيپلوماټيکې غوره نتیجې ته د رسیدا لپاره د فلسطین او لبنان د ملتونو روا ګټې او غوښتنې په نظر کې ونیول شي.
-
روسیه د پاکستان د هوائي ځواک تخنیکی پشتیبانۍ ته چمتو ده
Oct 30, 2024 02:53د روسیې فیډریشن مرستیال دفاع وزیر له پاکستان سره د پوځي ملګرتیاؤ په اهمیّت په ټينګار سره ووئیل،چې هیواد ئې د پاکستان دهوائي ځواک د اړتیا وړ تجهیزاتو دتامینولو او دتخنیکي ملاتړ لپاره تیار دی.
-
د اسرائیلي رژیم له خوا په نیواکي فلسطین کښې د آنرو په فعالیت بندیر، له نړیوال غبرګون سره مخ شوی دی
Oct 29, 2024 10:42د نړۍ بیلابیلو هیوادونو او شخصیتونو د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتو د مرستې او کارموندنې د آژانس UNRWA) د فعالیت په بندولو کښې د صهیونیسټي رژيم اقدام وغنده.
-
ایران باندې د اسرائیلو د حملې په هکله د امنیت شورا په غونډه کښې د مختلفو هیوادونو نظرونه
Oct 29, 2024 07:28په ایران باندې د صهیونیسټي رژیم له تیري وروسته د ملګرو ملتو د امنیت شورا بیړنۍ غونډه په داسې حال کښې جوړه شوه چې امریکا او د صهیونیسټي رژيم د اقداماتو پلوي ملاتړي یې د نورو هیوادونو له سختې نیوکې سره مخامخ شول.
-
ایران: د اسرائیلو رژیم د امریکې د بې قیدوشرطه ملاتړ په وجه هم سپين سترګې شوی دی
Oct 29, 2024 06:58په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي وویل، له اسرائیلي رژیم سره د امریکې بې قیدوشرطه ملاتړ او د امنیت شورا د یوې دایمي غړې په توګه د هغې د دندو په اجرا کولو کې د خنډونو اچولو، دغه رژیم د خپلو جنایتونه او تیريو په جاري ساتلو کښې لاسپين سترګې کړی دی.
-
د فلسطین ملاتړو په میشیګان کې د کاملا هریس ویناغوڅه کړه
Oct 28, 2024 09:51د امریکا یوه فعال سره دنورو لسګونو ملګرو دامریکا د ولسمشرۍ د ډیموکراټانو د کاندیدې کاملا هریس د وینا په وخت په غزې کې د صهیونیسټي رژیم دنسل وژنې دجنګ د ختمولو غوښتو سره وینا غوڅه کړه.
-
د پاکستان په کورمې کې د وړو ټریلر له چور کولو وروسته د ترهه ګرو د ایف دوه ماموران هم ووژل شول
Oct 28, 2024 09:36د چارخیلو سیمې ورانکارو پرون ناوخته په داسې حال کې چې په جومات کې ئې د جمې لمونځ ادا کړ ،د جمې امام په ماښام لمانځه پسې خلکو ته د یوې فتوا په ورکولو سره اعلان وکړچې له لمانځه فوري وروسته هیڅوک کور ته لاړ نشي ، په لاره کې د پاراچنار د خلکو له وړو ډک یو ټریلر روان دی چې باید چور شي.نو دخدای په بارګاه کې په جمې سره له سجدو وروسته د الله اکبر په شعار سره د پاراچنار د خلکو لپاره د وړو ډک ټریلر په یوهیړ چور کړ او کابو اوه سوه څلویښت بورئ ئې له ځانه سره یوړی .
-
د کرکټ په سياليو کې د افغان ابداليانو A ټیم آسیائي اتلوالي وګټله
Oct 28, 2024 08:40په درستې نړۍ کې اوسیدونکو افغانانو او ټولو پښتنو هم په دې اړه خوښي ښودلې او دافغانستان سپورټي ټولنې ته ئې د زړه له کومې مبارکي وئيلې ده.
-
د نړۍ د 23 کلنو په سیالیو کې د ایران د غیږنیونې ټیم اتلولي
Oct 28, 2024 10:51پارس ټو ډی – د ایران د اسلامي جمهوریت د ۲۳ کلنو د غیږ نیونې ملي ټیم ۷ رنګارنګ مډالونه وګټل او د البانیا د غیږ نیونې د نړیوالو سیالیو اتل شو.
-
ملګروملتونو د غزې په شمال کښې حالت ډير ناوړه وباله
Oct 28, 2024 01:25زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش وویل چې زه د فلسطین د غزې تړانګې په شمال کښې د وژلۍ او د ژوبلې او د تباهۍ ویرونکي سویې لړزولی یم چیرې چې د اسرائیلو پوځیان حملې کوي او وايي چې هدف یې د حماس غورځنګ د بیا منظمیدا مخه نیول دي.