د غزې د خلکو مقاومت صهیونیسټي رژیم له ماتې سره مخ کړ
https://parstoday.ir/ps/news/event-i156638-د_غزې_د_خلکو_مقاومت_صهیونیسټي_رژیم_له_ماتې_سره_مخ_کړ
د حماس غورځنګ ویاند وویل، د غزې د خلکو او د مقاومتي ځواکونو استقامت، د فلسطینیانو د بې ځایه کولو لپاره د غاصب رژیم هدف له ماتې سره مخ کړ.
(last modified 2025-01-24T02:00:05+00:00 )
Jan 24, 2025 06:28 Asia/Kabul
  • د غزې د خلکو مقاومت صهیونیسټي رژیم له ماتې سره مخ کړ

د حماس غورځنګ ویاند وویل، د غزې د خلکو او د مقاومتي ځواکونو استقامت، د فلسطینیانو د بې ځایه کولو لپاره د غاصب رژیم هدف له ماتې سره مخ کړ.

د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) ویاند«حازم قاسم» زیاته کړه، له اوربند وروسته د غزې شمال ته د فلسطیني بې ځایه شویو راستنېدل، چې تمه  یې کېده، د فلسطین د خلکو د بې ځایه کولو لپاره د جګړې یوه هدف ته د ماتې ورکولو په معنی دی.

د حماس د غورځنګ ویاند ټینګار وکړ، له بې سارې نسل وژنې سره سره د فلسطین د خلکو استقامت، په دغه خاوره کې د فلسطینیانو د حضور لپاره جګړه، د فلسطین د ولس په ګټه پایته ورسوله.

د حماس غورځنګ ویاند وویل، هېڅ قدرت نشي کولای د آزادۍ او خپلواکۍ په لور د فلسطین د خلکو هوډ له منځه یوسي.

صهیونیسټي رژیم له یو کال او درېیو میاشتو وحشیانه جنګونو او خپلو هدفونو ته په رسېدو کې له ناکامۍ وروسته، بالاخره د جنورۍ په ۱۵مه د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) سره د اوربند موافقه وکړه.