د غزې اوربند باید په یوې پایداره حل لارې بدل شي
ملګرو ملتو کښې د ایران سفیر او دائمي استازي په غزه کښې د اوربند ټینګښت ته په اشارې سره وویل: په داسې حال کښې چې اوربند یو ښه ګام دی، باید په یوې دائمي او تلپاتې حل لارې بدل شي.
د ایرنا د خبر له مخې «امیرسعید ایرواني» د فلسطین په هکله د امنیت شورا په ناستې کښې زیاته کړه: په غزې کښې د اوربند ټینګښت د اسرائيلو رژیم د ځواکونو بشپړې وتنې، د انساني مرستو پرله پسې لیږلو او د غزې لپاره د بیارغونې د یو هراړخیز پروګرام برابرولو ته ضرورت لري.
په ملګرو ملتو کښې د ایران جګ پوړي ډیپلماټ زیاته کړه: بشپړه شاتګ ته د ارسرائیلو د رژيم د ګروهنې نشتوالی او په غزې باندې د امنیتي کنټرول په ساتنه یې ټینګار، دا هلې ځلې کمزورې کوي او بې ثباتۍ ته دوام ورکوي.
ښاغلي ایرواني په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې امنیت شورا باید د غزې د ځمکنۍ بشپړتیا په دفاع کښې یو متحد او پریکنده دریځ غوره کړي، څرګنده کړه: پر دې سربیره نړیواله ټولنه باید د آنروا د ماموریت ساتنې او له فلسطیني کډوال د ملاتړ لپاره پایداره او د اټکل وړ مالي تامین ته لومړیتوب ورکړي.
د ملګرو ملتو لپاره د ایران سفیر او دائمي استازي ټینګار وکړ چې په لویدیځې غاړې کښې د ښارګي میشتو د بریدونو په شمول له تاوتریخوالي سره مقابله چې د صلحې او امنیت لپاره جدي ګواښ دی، سمدستي او غوڅ اقدام ته ضرورت لري.