آیا صهیونیسټي رژیم به د اوربند موافقې ته پابند پاته شي؟
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i156632-آیا_صهیونیسټي_رژیم_به_د_اوربند_موافقې_ته_پابند_پاته_شي
پارس ټوډې – په غزه کې د اوربند د موافقې د اجرا او د بندیانو له تبادلې سره سره، په تیره بیا واک ته د ټرمپ د بیا راتلو سره، د دغه تړون په هکله  د صهیونیسټي رژیم د ژمن پاتې کېدو په تړاو لا هم سخت شکونه موجود دي. په همدې خاطر د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې اکثرو ویناوالو د دغې موافقې د دوام پر ضرورت ټینګار وکړ.
(last modified 2025-01-23T04:45:08+00:00 )
Jan 23, 2025 09:11 Asia/Kabul
  • آیا صهیونیسټي رژیم به د اوربند موافقې ته پابند پاته شي؟

پارس ټوډې – په غزه کې د اوربند د موافقې د اجرا او د بندیانو له تبادلې سره سره، په تیره بیا واک ته د ټرمپ د بیا راتلو سره، د دغه تړون په هکله  د صهیونیسټي رژیم د ژمن پاتې کېدو په تړاو لا هم سخت شکونه موجود دي. په همدې خاطر د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې اکثرو ویناوالو د دغې موافقې د دوام پر ضرورت ټینګار وکړ.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دایمي استازي امیر سعید ایرواني په امنیت شورا کې پر دې باندې په ټینګار سره چې په غزه کې اوربند باید په یوې دایمي حل لارې باندې بدل شي وویل:

"دا کار د اسرائیلي ځواکونو بشپړو وتلو، د بشري مرستو دوام او د غزې لپاره د بیارغونې جامع پلان جوړولو ته اړتیا لري. سربېره پردې، نړیواله ټولنه باید د آنروا د ماموریت پر ساتنې او د فلسطیني کډوالو د ملاتړ لپاره دوامداره او د اټکل وړ تمویل ته لومړیتوب ورکړي. همدارنګه، په لوېدیځه غاړه کې د تاوتریخوالي له زیاتوالي له هغې ډلې د ښارګوټه مېشتو لخوا د بریدونو په ګډون مقابله، چې د سولې او امنیت لپاره یو جدي ګواښ دی، بیړني او پریکړه کوونکي اقدام ته اړتیا لري.

د چين دايمي استازي فوتسونګ هم دې ته په اشارې سره چې په تېرو ۱۵ مياشتو کې پر غزه سختې بمبارۍ شوي، چې له امله يې څه دپاسه ٤٦ زره کسان ووژل شول، دوه ميليونه وګړي له بشري ناورين سره مخ شول او سيمه يې له بې ثباتۍ سره مخ کړې ده، هغه وويل، د اوربند عملي کېدل يواځي لومړی ګام دی او نړيواله ټولنه بايد په غزه کې د جګړې د دايمي پایته رسولو او په دغه سيمه کې د بشري ناورين د کمولو په ګډون، د څو اساسي مسايلو د حل لپاره خپلې هڅې زياتې کړي.

دا ټینګارونه ښیې، که څه هم پر اسرائیلو حاکمه د ښي اړخې کابینه د مقاومت تر فشار لاندې د اوربند منلو ته اړه شوه، خو هېڅ تضمین نشته چې د خپلو اسیرانو له خوشې کېدو وروسته دغه تړون ته پابند پاتې شي؛ په تېره بیا دا چې د اوربند د موافقې لاسلیک او تطبیق او د بندیانو تبادله، د اسرائیلو او نتانیاهو لپاره یوه ناکامي ګڼل کېږي او حتی د ځینو کارپوهانو په وینا، دې کار د نتانیاهو کابینه د سقوط په څنډه کې اچولې ده.

په همدې حال کې، د اشغال شویو سیمو اوسېدونکو او ګڼ شمېر سیاسي، پوځي او رسنیزو کسانو، د دغه تړون پر ضد اعتراض کړی او دا یې د اسرائیلو لپاره یو ډول ماتې او له بلې خوا د فلسطیني مقاومت بریا بللې ده.

صهیونیسټي رژیم د غزې د ۱۵ میاشتنۍ جګړې په ترڅ کې څو څو ځله اعلان کړی وو چې هوډ لري په غزه کې حماس او مقاومت له منځه یوسي، اسرائیلي بندیان په زور سره او نه د موافقې له لارې آزاد کړي او د غزې ټوله سیمه او یا د دغې سیمې شمالي برخه له فلسطینیانو څخه خالي کړي او بیا په دې جغرافیه کې صهیونیسټي میشت ځایونه جوړ کړي.

خو اوس تل ابیب موافقه کړې چې له حماس سره د یوې موافقې له لارې خپل بندیان په پړاویز ډول له فلسطیني بندیانو سره تبادله کړي. دغه راز موافقه یې کړې چې حماس ته دې نړیوالې مرستې ورسول شي او د فلسطیني مقاومت دغه ډله به د هغوی د ویش مدیریت پر غاړه ولري.

پر دې سربېره، اسرائیلو منلې چې له غزې څخه به خپل ځواکونه وباسي. په حقیقت کې له حماس سره د اوربند د موافقې منل، د مقاومت د ارادې په مقابل کې د ماتې د منلو په معنا دی، چې په دوامدار ډول یې د بندیانو پر تبادلې او له غزې څخه د نیواکګرو پر وتلو او دغې تړانګې ته د نړیوالو مرستو ننوتلو ته د زمینې پر برابرولو ټینګار کړی دی.

بل هغه عامل چې د اوربند د موافقې د بشپړ تطبیق په اړه د اسرائیلو د دریځ په اړه شکونه زیات کړي، په امریکا کې واک ته د ټرمپ رسېدل دي.

د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د اجرایوي فرمان د لاسلیکولو پر مهال ویلي چې دی ډاډه نه دی چې په غزه کې دې اوربند دوامداره شي. تر دې مخکې د سیمې لپاره د ټرمپ ځانګړي استازي "ویټکاف" هم ویلي وو: د غزې تړون ستونزمن وو او ښايي عملي کول یې نور هم ستونزمن وي.