-
د ایران له ۱۵ګاونډیو هیوادونو سره تجارت کابو ۵۵میلیارډډالري ارزښت ته رسیدلی
Feb 22, 2024 09:36د ایران د اسلامی جمهوریت د عمومي ګمرکاتو مشر په یولړ څرګندونو کې ووئيل، په تیرو یولسو میاشتو کې له ګاونډیو هیوادونو سره د ایران دتجارتی مبادلاتو اندازه،په دوه اعشاریه پنځه فیصدي ودې سره ۵۵میلیارډ او ۲۷۵ میلیون ډالرو پورې رسیدلی دی.
-
د دوحې غونډه د طالبانو د ګډون نه کولو په وجه ناکامه شوه
Feb 22, 2024 01:35د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي چې د طالبانو او د سیمې د هېوادونو له ملاتړ پرته د افغانستان په اړه هر ډول اقدام له ناکامۍ سره مخ کیږي.
-
ستا د ښایست ګلونه ډېر دي
Feb 21, 2024 12:43د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې ستا د ښایست ګلونه ډېر دي د لړۍ له یوه (نوي) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. دوستانو په دې پروګرام کې له ایراني پیاوړي انځورګر او نقاش استاد محمود فرشچیان سره آشنا کېږو.
-
د افغانستان او چین ترمینځ دې د مس عینکو د کان تړون عملي شي
Feb 21, 2024 01:10په بیجینګ کې د افغانستان سفارت وايي، چې د دغه سفارت سرپرست مولوي اسدا.... (بلال کریمي) د چین د دولتي شرکت "MCC" له مشر وانګ جیچینګ سره وکتل.
-
د افغانستان او سیمه ایز بحرانونه په ملتیا اومشورو سره حل کیدلی شي
Feb 21, 2024 03:48دافغانستان په چارو کې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي د ملګروملتو له سرمنشي سریه په کتنې کې په سیمه ایز کړچار سره د افغانستان د مسلو پر حل ټینګار وکړ.
-
د غزې تړانګې د جنګ په باب د امریکا له خوا په امنیت شورا کې د نوی پریکړه لیک مسّوده
Feb 20, 2024 12:10امریکا د ملګروملتو امنیت شورا ته د یوه بل داسې نوي پریکړه لیک مسوّده وړاندې کړې ده چې د غزې په جنګ کې ئې د موقته اوربند او دغزې په جنوب کې په رفح سیمې د صهیونیسټ رژيم له حملې سره ئې د مخالفت غوښته کړې ده.
-
د قطر به دوحې کې د افغانستان په باب نړیواله غونډه او د طالبانو پکې نه ګډون
Feb 20, 2024 10:37د قطر پلازمینه دوحه له یکشنبې ورځې راهسې تر دوو ورځو پورې د ملګروملتو په مشرۍ او لارښونې سره د افغانستان په باب ددوهمې ناستې کوربه ؤ.
-
نړیواله ټولنه باید د رفح خلکو د عامې وژنې اجازه ورنکړي
Feb 20, 2024 02:15د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر«حسین امیرعبداللهیان» د ملګرو ملتونو سرمنشي«آنتونیو ګوترش» ته په یوه لیک کې، د صهیونیسټي رژیم له خوا د رفح ښار د اوسېدونکو د عامې وژنې په هکله خبرداری ورکړ.
-
د اروپا پارلمان له فیفا او یوفا څخه د اسرائیلو پر فوټبال د بندیز غوښتنه وکړه
Feb 20, 2024 03:15د ایرنا د خبر له مخې، د اروپا د پارلمان یو شمېر استازو د فلسطین له خلکو په ملاتړ، فیفا او یوفا ته په یو لیک کې په نړیوالو سیالیو کې د صهیونیسټي رژیم د فوټبال د ټیم او د هغې د کلبونو د ځنډولو غوښتنه وکړه.
-
هند د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځآنګړي استازي له ټاکلو ملاتړ وکړ
Feb 19, 2024 08:32د هندوستان هېواد چارواکي د ملګرو ملتونو له لورې د افغانستان لپاره د ځآنګړي استازي ټاکل کېدو څخه ملاتړ ښودلی، خو پاکستان وایي، چې د دوحیې په غونډه کې د افغانستان لپاره ځآنګړې استازی نه ټاکل کیږي.