-
عراقچي: موږ په هرمز تنګي کې هېڅ خنډ نه دی رامنځته کړی
May 14, 2026 12:08د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، ایران د هرمز تنګي کې د سوداګریزو بېړیو پر تګراتګ هېڅ محدودیت نه دی لګولی.
-
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ چین ته ورسید
May 14, 2026 06:13زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا ولسمشر «ډونالډ ټرامپ» د چین له ولسمشر «شي جینپینګ» سره د کتنې لپاره پرون پیکینګ ته ورسید.
-
د هرمز اوبلارې په هکله د پریکړه لیک د ملاتړو د زیاتولو لپاره د امریکا سیاسي دباو ته د ایران غبرګون ښودل شوی
May 14, 2026 04:12ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نمایندګۍ د هرمز اوبلارې په هکله د ایران ضد پریکړه لیک د مسودې د ملاتړو هیوادونو د شمیر د زیاتولو لپاره د امریکا هڅه د خندا وړ او دوکه ورکونکې وبلله.
-
له ایران سره اټومي موافقه د یوه توغندي له ویشتل کیدا پرته په بریالیتوب سره ترسره شوې وه
May 14, 2026 03:57زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا پخواني ولسمشر «باراک اوباما» په ښکاره ډول په اوسني سرزوري، دروغجن او بې منطقه ولسمشر ډونالډ ټرامپ باندې نیوکې سره وویل چې مونږ د خپلې ولسمشرۍ په پړاو کښې د ایران موضوع د یوه توغندي له توغول کیدا یعني جنګ کولو پرته په بریالیتوب سره حل کړې وه.
-
اسلام اباد کښې د پاکستان د سفیرانو غونډه نن کیږي
May 14, 2026 03:41زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال «اسحاق ډار» وویل د دغه هیواد خارجه وزارت له نن څخه د مي د میاشتې تر اتلسمې نیټې پورې د فارس خلیج د سیمې په هیوادونو کښې د پاکستان د سفیرانو غونډه جوړوي.
-
بقایي: امریکا او اسرائیل د تفریح لپاره خلک وژني
May 13, 2026 13:12پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ایران د ملت پر ضد د امریکا او صهیونیسټي رژیم د تپل شوې جګړې د ماهیت په اړه په یوه پیغام کې ټینګار وکړ چې پر سولهخوښوونکي ایراني ملت چې څه تپل شوي، هغه عادي جګړه نه ده.
-
د روسیې د مالیې وزیر: که د هرمز تنګي بحران دوام وکړي، د نړۍ د تېلو او ګازو یوه برخه به له لاسرسي ووځي
May 13, 2026 12:48پارس ټوډې – د روسیې مالیې وزیر په خپلو څرګندونو کې ټینګار وکړ چې د هرمز تنګي د بحران دوام به، د نړیوالې انرژۍ بحران ته لمن ووهي او کېدای شي د نړۍ اقتصاد د ځوړ پر لور بوځي.
-
د هرمز تنګي په اړه د ایران او عمان د حقوقي او تخنیکي غونډې ترسره کېدل
May 13, 2026 12:02پارس ټوډې – د هرمز تنګي په اړه د ایران او عمان حقوقي او تخنیکي غونډه په عمان کې ترسره شوه.
-
قالیباف: د ټولو انتخابونو لپاره تیار یوو/ دښمن به حیرانه شي
May 12, 2026 10:24پارس ټوډې – د ایران د اسلامي شورا مشر «محمد باقر قالیباف» دښمن ته په یوه پیغام کښې د ټولو انتخابونو لپاره د تهران د چمتووالي خبر ورکړ او ټینګار یې وکړ: دښمن به حیرانه شي.
-
د هرمز تنګي امنیت یوازې د اسلامی ایران له خوا تأمینېږي
May 12, 2026 04:51پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال د فرانسې او انګلستان له خوا سیمې ته د جنګي بېړیو د لېږلو په اړه غبرګون ښودلی او ټینګار ئې کړی چې د هرمز تنګي امنیت یوازې ایران تأمینولی شي.