-
ایران په سیمه کې د کوم فرد یا ډلې د کړنو په اړه کوم مسئولیت نه لري
Jan 30, 2024 02:41په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي امیر سعید ایرواني د امنیت شورا مشر ته په یو لیک کې ټینګار وکړ: د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه کې د هېڅ فرد یا ډلې د اقداماتو پر وړاندې مسئول نه دی.
-
ایران او پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې پر ګډې او همغږې مبارزې ټینګار کړی
Jan 30, 2024 02:20د پاکستان د پوځ قومندان او د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، ترهګري د دواړو ګاونډیانو لپاره ګډ ګواښ بللی او ټینګار یې کړی چې له دغې ښکارنده سره د مقابلې لپاره باید، د ګډو هڅو، ښې همغږۍ او د اطلاعاتو شریکولو له لارې اقدام وشي.
-
پاکستان او ایران په خپلو اړوندو سیمو کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې هوکړه کړې
Jan 30, 2024 01:02د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني ویلي چې له خپل ایراني سیال سره د لیدنې پر مهال په خپلو اړوند سیمو کې له «ترهګرۍ» سره پر مبارزې هوکړه کړې ده.
-
ورځپاڼو ته کتنه
Jan 28, 2024 09:14د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې ورځپاڼو ته د کتنې د پروګرام له یوې نوې برخې سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. له معمول سره سم به لومړی د ایران، وروسته به د افغانستان او که وخت وو بهرنۍ ورځپانو ته به هم کتنه وکړو.
-
د افغانستان په اړه د دوحې دویمه ناسته د سلواغې په ۲۹ مه ترسره کېږي
Jan 26, 2024 02:34د ملګرو ملتونو ویاند ویلي، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنتونیو ګوتریش د سلواغې په ۲۹مه او ۳۰مه په دوحه کې د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربتوب کوي.
-
ټي ټي پي په افغانستان کې نشته
Jan 26, 2024 02:19طالبانو ته د پاکستان د پوځ د لوی درستيز عاصم منير تر ګواښونکو خبرو وروسته د دې ډلې د رئیس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير ويلي چې پاکستاني طالبان (ټي ټي پي) په افغانستان کې نشته او داعش هم په دې هېواد کې ځپل شوی دی.
-
د يوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی
Jan 26, 2024 02:07د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال عاصم منير د اسلام آباد د بهرني سياست په اړه په خبرو کې له هند سره سوله رد کړې او د افغانستان په اړه يې ويلي، چې «د يوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی».
-
مسکو د طالبانو حکومت د ښځو د حقونو د نه رعایتولو په خاطر په رسمیت نه پېژني
Jan 26, 2024 01:57د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې، هېواد یې د طالبانو حکومت په دې خاطر په رسمیت نه پېژني، چې بشري حقونه په تېره بیا د ښځو حقونه نه مني او پراخ بنسټه اداره نه جوړوي.
-
د فلسطین خلک باید د انتخاب حق ولري
Jan 26, 2024 01:05د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د فلسطین خلک باید د ملګرو ملتونو په مرسته د انتخاب حق ولري، چې دا موضوع د ټولو فلسطینیانو په حضور او د ټولپوښتنې په ترسره کولو سره ترسره کېدای شي.
-
د پاکستان د دوست او ورور حکومت حساب له وسله والو ترهګرو جلا دی
Jan 19, 2024 02:11د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې د دواړو هېوادونو د پولو پر یوې برخې د حملې په اړه، د پاکستان د نه منلو وړ اقدام په غندلو سره اعلان وکړ چې د پاکستان د دوست او ورور حکومت حساب له وسله والو ترهګرو جلا دی.