-
دسوریې په ادلب کښې په ترهګرو بریدونه وشول
Oct 28, 2019 01:55زمونږ خبریال وایی خبری سرچینو پرون د سوریې په شمال کښې په ادلب ولایت کښې د ترهګرو په مرکزونو د روسیې او د سوریې دجنګی الوتکو د حملې خبر ورکړ چې له کبله یې د جبهه النصره ترهګرې ډلې درې(۳) مرکزونه تباه شوی او په لسګونو ټروریسټان هم هلاک شوی دی .
-
عربستان د یمن په بیلابیلوسیمو حملو ته دوام ورکړی
Oct 28, 2019 01:43زمونږ خبریال وایی د سعودی عربستان تیریګر ائتلاف بیګا د اوربند دموافقې په بیا خلاف ورزۍ کولو سره دیمن په «الحدیده »ولایت کښې په التحیتا ، الجاح او القریشه سیمو د توپونو ډزې وکړې خو د مرګ ژوبلو او د تاوانونو د رسیدا په هکله کوم راپور نه دی خپور شوی .
-
د عراق په غږملتیا سره د بغدادی پرضد عملیات شوی
Oct 28, 2019 01:02رویټرز خبری اژانس وایی د عراق پوځ وویل د سوریې په ادلب ولایت کښې د داعش ترهګرې ډلې د مشر ابوبکر بغدادی په وژلې کښې د امریکا عملیات د بغداد په ملګرتیا سره ترسره شوی دی .
-
په یمن کښې دجنګ په بندیدا او د ملکی وګړو د وژلې په ختمیدا د ایران ټینګار :-
Oct 27, 2019 09:46د یمن د انصار الله غورځنګ ویاند او لوړرتبه مرکچی محمد عبدالسلام چې د یوه (۱) پلاوی په مشرۍ تهران ته راغلی دی د ایران له خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره په کتنې کښې یوځل بیا د یمن له خلکو سره د ایران د اسلامی جمهوریت د انسان دوستانه مرستو او دسیاسی ملاتړونو قدرونه وکړه .
-
د داعش ډلې مشر ابوبکر بغدادی وژل شوی
Oct 27, 2019 08:50زمونږخبریال وایی د امریکا د دفاع وزارت پینټاګان یوه (۱) چارواکی وویل د داعش ترهګرې ډلې مشر ابوبکر بغدادی دسوریې په شمال لویدیځ کښې په پټو عملیاتو کښې وژل شوی دی .
-
ایران د عراق پرمختیاوې په دقت سره څاری
Oct 27, 2019 08:05ایرنا خبری اژانس وایی د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند «سید عباس موسوی» د عراق په وروستیو پیښو باندې د خواشینۍ په څرګندولو سره چې د لسګونو کسانو د وژل کیدا او د ژوبلیدا او د عمومی ځایونو د ورانیدا سبب شوې وویل ایران د عراق بدلونونه په دقت او حساسیست سره تعقیبوی .
-
د بادغیس ولایت د امنیې قومندان ووژل شو
Oct 25, 2019 11:39د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د بادغیس ولایت شریف الله چمتو د کابل د پنځمې حوزې په مربوطاتو کښې د غزني هډې په سیمه کې د ناپيژاندو وسله والو په حمله کښې وژل شو.
-
په هلمند کښې د امریکا پینځه پوځیان ژوبل شوی
Oct 25, 2019 00:46زمونږ خبریال وایی د افغانستان په جنوب کښې د امریکا د ترهګرو پوځیانو په اډې باندې د طالبانو ډلې په راکټی برید کښې پینځه(۵) عسکر ژوبل شول .
-
سعودی عربستان په یمن بریدونه زیات کړی دی
Oct 24, 2019 01:54فارس خبری اژانس وایی د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع بیګا په شمالی سیمو د عربستان د تیریګر ائتلاف د جنګی الوتکو د پراخو حملو خبر ورکړ .
-
په ننګرهار کښې ګڼ شمیر داعش غړی وژل شوی
Oct 23, 2019 12:30زمونږ خبریال وایی د ننګرهار والی شاه محمود میاخیل نن د «اچین» ولسوالۍ دلیدو په وخت وویل په دغه ولسوالۍ کښې د حکومتی عسکرو په عملیاتو کښې د داعش ډلې دوه شپیته(۶۲) غړی وژل شوی او دوه دیرش (۳۲) نور ژوبل شول .