په ننګرهار کښې ګڼ شمیر داعش غړی وژل شوی
Oct 23, 2019 12:30 Asia/Kabul
-
اچین ولسوالۍ په ننګرهار ولایت کښې د داعش ترهګرې ډلې مهم او اصلي مرکز دی .
زمونږ خبریال وایی د ننګرهار والی شاه محمود میاخیل نن د «اچین» ولسوالۍ دلیدو په وخت وویل په دغه ولسوالۍ کښې د حکومتی عسکرو په عملیاتو کښې د داعش ډلې دوه شپیته(۶۲) غړی وژل شوی او دوه دیرش (۳۲) نور ژوبل شول .
د ننګرهار والی د داعش تکفیری ترهګرې ډلې له غړو د اچین ولسوالۍ پاکولو او دغه راز ددغه ترهګرې ډلې د زده کړې او د تبلیغاتی مرکزونو او د پوځی تجهیزاتو د ګودامونو د له مینځه وړلو خبر ورکړ او ویې ویل په دغو عملیاتو کښې د افغانستان لس (۱۰) عسکر وژل شوی او څلور (۴) نور ژوبل شوی .
اچین ولسوالۍ په ننګرهار ولایت کښې د داعش ترهګرې ډلې مهم او اصلی مرکز دی .
ټیګونه