د داعش ډلې مشر ابوبکر بغدادی وژل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i85506-د_داعش_ډلې_مشر_ابوبکر_بغدادی_وژل_شوی
زمونږخبریال وایی د امریکا د دفاع وزارت پینټاګان یوه (۱) چارواکی وویل د داعش ترهګرې ډلې مشر ابوبکر بغدادی دسوریې په شمال لویدیځ کښې په پټو عملیاتو کښې وژل شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 27, 2019 08:50 Asia/Kabul
  • داعش د خلکو پرضد زیات جنایتونه او ظلمونه وکړل او په لسګونو زره بې ګناه کسان یې ووژل .
    داعش د خلکو پرضد زیات جنایتونه او ظلمونه وکړل او په لسګونو زره بې ګناه کسان یې ووژل .

زمونږخبریال وایی د امریکا د دفاع وزارت پینټاګان یوه (۱) چارواکی وویل د داعش ترهګرې ډلې مشر ابوبکر بغدادی دسوریې په شمال لویدیځ کښې په پټو عملیاتو کښې وژل شوی دی .

د امریکا نیوز ویک (Newsweek) اونیزۍ د خپل هیواد د دفاع وزارت پینټاګان د یوه(۱) لوړ رتبه چارواکی په قول نن وویل د داعش ترهګرې ډلې مشر ابوبکر بغدادی پرون د سوریې په شمال لویدیځ کښې په ادلب ولایت کښې د واشنگـن د پوځ د هیلی کوپټرونو په پټو عملیاتو کښې وژل شوی خو  نور تحقیقات روان دی .

نیوزویک اونیزۍ په عین حال کښې وویل امریکا په تیرو څو کلونو کښې د ابوبکر بغدادی پرضد پټ عملیات کړی دی .

د ابوبکر بغدادی د وژلې د خبر له خپریدا وروسته د امریکا ولسمشر ټرمپ په یوه(۱) ټویټر پیغام کښې وویل یوه (۱) ستره پیښه رامینځته شوی ده .

ابوبکر بغدادی یوځل په ۲۰۱۴ میلادی کال کښې د عراق په موصل کښې له خپل پټنځاې څخه راووت او هغه خپل اخری غږیز پیغام  یې د روان میلادی کال په اګست میاشت کښې خپور کړی وو .

د ابوبکر بغدادی په مشرۍ داعش وهابی صهیونیسټی تکفیری ترهګرې ډلې په تیرو څو کلونو کښې د امریکا د سعودی عربستان د صهیونیسټ رژیم او د ځینو نورو عربو او اروپایی هیوادونو په مالی او پوځی ملاتړونو سره د عراق او دسوریې پراخې سیمې ونیولې او د خلکو پرضد یې زیات جنایتونه او ظلمونه وکړل او په لسګونو زره بې ګناه کسان یې ووژل .