د بادغیس ولایت د امنیې قومندان ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i85468-د_بادغیس_ولایت_د_امنیې_قومندان_ووژل_شو
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د بادغیس ولایت شریف الله چمتو د کابل د پنځمې حوزې په مربوطاتو کښې د غزني هډې په سیمه کې د ناپيژاندو وسله والو په حمله کښې وژل شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 25, 2019 11:39 Asia/Kabul
  • د بادغیس ولایت د امنیې قومندان ووژل شو

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د بادغیس ولایت شریف الله چمتو د کابل د پنځمې حوزې په مربوطاتو کښې د غزني هډې په سیمه کې د ناپيژاندو وسله والو په حمله کښې وژل شو.

د کورنيو چارو وزارت زياتوي چې پیښې نه وروسته سمدلاسه امنیتي ځواکونو سیمه محاصره کړه او د ترهګرو د نیولو په خاطر يي تحقیقات شروع کړي دي.

د ویلو ده چې په دې وروستیو کښې په ټول افغانستان او په ځانګړې توګه  په کابل کښې د هدفي وژنو کچه ډېره لوړه شوې ده.