دسوریې په ادلب کښې په ترهګرو بریدونه وشول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i85521-دسوریې_په_ادلب_کښې_په_ترهګرو_بریدونه_وشول
زمونږ خبریال وایی خبری سرچینو پرون د سوریې په شمال کښې په ادلب ولایت کښې د ترهګرو په مرکزونو د روسیې او د سوریې دجنګی الوتکو د حملې خبر ورکړ چې له کبله یې د جبهه النصره ترهګرې ډلې درې(۳) مرکزونه تباه شوی او په لسګونو ټروریسټان هم هلاک شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 28, 2019 01:55 Asia/Kabul
  • د سوریې پوځ د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځي سلاکارانو په مرستو او د روسیې په ملاتړ سره وتوانید داعش  ترهګرې ډلې ته ماتي ورکړي .
    د سوریې پوځ د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځي سلاکارانو په مرستو او د روسیې په ملاتړ سره وتوانید داعش ترهګرې ډلې ته ماتي ورکړي .

زمونږ خبریال وایی خبری سرچینو پرون د سوریې په شمال کښې په ادلب ولایت کښې د ترهګرو په مرکزونو د روسیې او د سوریې دجنګی الوتکو د حملې خبر ورکړ چې له کبله یې د جبهه النصره ترهګرې ډلې درې(۳) مرکزونه تباه شوی او په لسګونو ټروریسټان هم هلاک شوی دی .

ادلب ولایت په سوریې کښې د ترهګرو ډلو اخری مرکز دی .

په سوریې کښې کړکیچ له ۲۰۱۱ میلادی کال راهسې د سعودی عربستان د امریکا د انګلستان او دنورو هیوادونو د ملاتړ وړ ترهګرو ډلو په پراخ یرغل سره د صهیونیسټ رژیم په ګټه د سیمې د معادلاتو د بدلولو لپاره پیل شو .

د سوریې پوځ د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځی سلاکارانو په مرستو او د روسیې په ملاتړ سره وتوانید داعش  ترهګرې ډلې ته ماتی ورکړی او نورې ټروریسټی ډلې هم د ماتی د خوړلو په حال کښې دی .