-
امريکائي سياستدانان کورونا د دښمنۍ د دوام لپاره يو فرصت بولي
Mar 24, 2020 13:09په چين کښې د کورونا وائرسو په خپرېدو او د امريکنيانو لپاره په مثبتو اقتصادي اثراتو د امريکې د سوداګرۍ د وزير خوشحالي او د متوهم پومپئو لخوا په ايران د فوځي حملې وړانديز د دغو دښمنو څرګندې نمونې دي.
-
په ايران کښې په کورونا وائرسو اخته تقريباً نهه زره تنه ښۀ شول
Mar 24, 2020 12:07د ايران د روغتيا وزارت وويل: تر اوسه هغه اته زره نهه سوه ديارلس کسان چې په ايران کښې په کورونا وائرسو اخته شوي وو ښۀ شوي او له روغتونونو رخصت شوي دي.
-
ننګرهار کښی د کورونا وايرس پنځه شکمنې پېښې ثبت شوې دي
Mar 24, 2020 11:10د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس ډاکتر نصیر احمد دراني په یوه خبري ناسته کښې وویل له ننګرهار د پنځوشکمنو کسانو د وینو نمونې د عامی روغتیا وزارت لابراتوار ته واستول شوې وې چې د څلورو هغو پایله منفي او یوه نمونه لا هم په لابراتوار کې تر څیړنې لاندی ده د عامی روغتیا رئیس وویل دغه شکمن کسان د هرات ولایت څخه جلال اباد ته راغلي وو.
-
یو پاکستانی وزیر هم په کرونا اخته شوی
Mar 24, 2020 03:17د پاکستان د سند صوبې د ښوونې او روزنې وزیر سعید غني په کرونا وایرس ککړ شوی دی.
-
د طالبانو د مذاکراتي ټیم مشر هم په کرونا اخته شوی
Mar 24, 2020 03:15د افغانستان رسنیو خبر ورکړی چې د طالب ډلې د مرکچي ټیم مشر شیر محمد عباس ستانکزی او هم داشان په کابل کښې دوه بهرني سفارتکاران هم په کرونا وایرس ککړ شوې دي.
-
افغانستان کښې په کُرونا د ککړو کسانو شمیر زیات شو
Mar 24, 2020 01:45په افغانستان کښې په کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمیر تر پرونه ۴۲ کسانو ته رسیدلی دی.
-
د ټرمپ تجويز کړې شوې نسخې يو امريکائي ووژۀ
Mar 24, 2020 08:25يو امريکائي د دغه هېواد د ولسمشر د تجويز کړي درمل د استعمالولو له کبله مړ شو.
-
ټول حکومتونه او ولسونه دې له کرونا سره د مقابلې په موخه متحد شي
Mar 24, 2020 01:11د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر دې ټکي ته په اشارې سره چې د کُرونا ناروغۍ خپریدل په یوې نړیوالې مسئلې بدل شوې دي، وویل: له دغې وبا سره د مبارزې لپاره پکار دي چې ټول حکومتونه او ولسونه د یو بل ترڅنګ ودریږي.
-
د ننګرهار زده کونکو ته ټیلیویژني تدریس پیلیږي
Mar 24, 2020 00:23د افغانستان د ننګرهار ولایت د پوهنې اداره وایي د تلویزیون له لارې زده کوونکو ته درسي بهیر پیلوي
-
نړیواله ټولنه له پاکستان سره جدی مرسته وکړي
Mar 23, 2020 10:07دم ګړئ په پاکستان کې دکرونا ویروس له امله د مړو شمیر څلور کسان ښودل کیږي ، حال د ا چې په دغه هیواد کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر په زیاتیدا دی او وئیل کیږي ، چې تر نن سهار پورې څه دپاسه اوه سوه ککړ کسان پيژندل شوي دي .