د ننګرهار زده کونکو ته ټیلیویژني تدریس پیلیږي
د افغانستان د ننګرهار ولایت د پوهنې اداره وایي د تلویزیون له لارې زده کوونکو ته درسي بهیر پیلوي
له جلال آباده زمونږ د خبریال د رپورټ له مخې د ننګرهار د پوهنې ریس حسیب الله شینواری وایي چې په جلال اباد کې له انعکاس راډیو تلویزیون سره د شوې تفاهنامې له مخې به د روانې وري میاشتې له پنځمې یعنې سر له نن څخه به د لسم، یوولسم او دولسم ټولګیو زده کوونکو ته دساینسي مضامینو تدریس پیلوي چې هره ورځ به د پنځوسو دقیقو لپاره د دوو مضامینو تدریس خپریږي.
هغه وویل له وړاندې یې د پوهنې ادارې د مجربو ښوونکو له لورې د درسو لړۍ په انعکاس تلویزیون کې ثبت کړې چې په تکراري ډول به هم خپریږي. د ننګرهار دپوهنې رییس وویل د نوښت د اګام یې وروسته له هغه پورته کړ چې د پوهنې وزارت د کرونا ناروغۍ د مخنیوي لپاره یوه میاشت دښوونځیو د تړل کیدو امر وکړ .
د انعکاس د خصوصي تلویزیون مشر انجنیر زلمي هم وویل د کرونا پر وړاندی مبارزه یوه ملی پروسه ده او داچی اوس حکومت د دې وژونکې ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي لپاره ښوونځي رخصت کړي او زده کوونکي په کورونو کې دي په دغه مبارزه کې ونډه اخیستنه یو ملي مسولیت دی او باید هر افغان یی تر سره کړي.
هغه زیاته کړه، د تلویزیون له لارې د درسونو د لړۍ پیلول به له یوې خوا د کرونا ناروغۍ پر وړاندی مبارزه پیاوړي او زده کوونکي به له کورونو د باندې راوتلو څخه وګرځوي او له بل پلوه به د زده کوونکو او ښونکو تر منځ واټن راکم کړي.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل چې د دغه تړون د لاسلیک پر مهال موجود و ددغه نوښت له امله ددواړو ادارو مننه وکړه ویی ویل چې دا چاره به ډیره اغیزناکه تمامه شي.