-
د ملګرو ملتونو په ناصر روغتون د حملې دپایلو په اړه اسرائیلو ته سخت خبرداری ورکړ
Aug 27, 2025 02:40د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو د دفتر ویاندې ثمین الخیطان، وویل: د غزې په جګړې کې د رسنیو د کارکوونکو د وژل کېدو لوړ شمېر «د خبریالانو د ټارګټ کولو په اړه ډېرې پوښتنې راپورته کوي».
-
د تل ابیب واکوالان له فلسطینی لوري سره سوله نه غواړي
Aug 27, 2025 02:04الانصاري وویل: قطر د غزې د جګړې تر پای پورې خپلو هڅو ته ژمن دی او په دې چوکاټ کې د هر ډول هڅو هرکلی کوي. هغه زیاته کړه چې اسرائیل د وړاندیز شوي طرحې په اړه ځواب ورکول نه غواړي او مونږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې پر دغه رژیم دې دباؤنه واچوي.
-
ایران او اروپايي لوری به په راتلونکي کې خبرواترو ته دوام ورکړي
Aug 27, 2025 01:53د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایی له درو اروپايي هېوادونو سره د پرو نۍ غونډې په اړه وویل چې مونږ او اروپايي اړخ به په راتلونکو شپو ورځو کې خپلو خبرو ته دوام ورکړو.
-
افغان حکومت به پخپل پنځه کلن پراختیايي تګلارې کې اقتصاد او امنیت ته خاص پاملرنه وکړي
Aug 27, 2025 01:43د طالبانو د حکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد د دغې تګلارې په اړه وویل:دا تګلاره داسې جامع اوږدمهاله سند دی چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د هیواد د بنسټیزو موخو د ترلاسه کولو په اړه چمتو او ټولې امارتي ادارې په یوې لارې هدایتیږي، دغه شان دا تګلاره د حکومت د موخو د تحقق لپاره د ټولو وزارتونو او ادارو شته سرچینې او فعالیتونه منسجم کوي.
-
د ایران د کمزوري کیدو په اړه د لویديځ باور خام خیال دی / د برازیل او اسرائیلو ډيپلوماټیکه شخړه
Aug 26, 2025 08:37پارس ټوډې- د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویندوي اسماعیل بقائي د لوېديځ هغه دریځ رد کړ چې تهران کمزوری شوی دی او وې ویل: د ایران کمزورتیا یو خام خیال دی.
-
د پاکستان په هنګو کې پر پوځیانو په برید کې ۳ سرتېري وژل شوي
Aug 26, 2025 02:28د خیبرپښتونخوا د هنګو په توره وړۍ سیمه کې د پاکستان پر یوه پوځي کلا په برید کې ۳ پوځیان وژل شوي او تر ۱۵ زیات ټپیان شوي دي.
-
د افغانستان او پاکستان ټرانزیټي سوداګرۍ کې ۷۸سلنه زیاتوالی راغلی
Aug 25, 2025 12:29د پاکستانۍ رسنیو په حواله، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټرانزیټي سوداګرۍ د پخوا پرتله ډېره وده کړې ده. د افغانستان د ټرانزیټ ارزښت په جولای میاشت کې څه باندې سل میلیونه ډالرو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې په جون کې څه باندې ۶۰میلیونه ډالره وو.
-
د پاکستان او افغانستان ځینی مهم بدلونونه، په تیرې اونۍکې
Aug 25, 2025 08:56د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې په تیرې او نۍ کې د پاکستان او افغانستان د ځينو مهمو پيښو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغه ننني پروګرام کې به په پیل کې درته ددواړو هیوادونو په تیرې اونۍ کې دځينو مهمو پیښو په باب لنډه خلاصه وړاندې کړو ، او بیا به مو هم د ځينو موردونو په باب د تحلیلي برخې لیدو ته هم رابولوو، نو هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.
-
د حضرت امام رضا علیه السلام د شهادت د کلیزې تسلیت ومنئ
Aug 24, 2025 02:41نن د نړۍ د مسلمانانو د اتم معصوم امام حضرت علي بن موسی الرضا علیه السلام د شهادت کلیزه ده.
-
د پاکستاني پوځ ویاند: پاکستان کې د نا ارامیو تر شا هند پراخ لاس لري
Aug 23, 2025 12:09د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري هند د دې هېواد د ترهګریزو پېښو اصلي عامل بللی او ټینګار یې کړی چې په بلوچستان کې د نا امنۍ د رامنځته کولو هڅې به ناکامې شي.