-
فلسطینیان د نیواکګرۍاو تیریوپه وړاندې د ځان اوټاټوبی ددفاع حق لري
Oct 11, 2023 01:51د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر دملګروملتو سرمنشي ته په یوه لیک کې د وحشي اسرائیلو د نیواکګر رژیم له خوا د وحشي ډوله جنایتونو او تیریو په دوام په اندیښنې ښودلو سره دهرډول نیواکګرۍ او تیریو په وړاندې د فلسطین د ولس دروا دفاع په حق ټينګار وکړ.
-
هرات کې په زرګونه زلزله ځپلې په سړه هوا کې بې سرپناه پاتې دي
Oct 11, 2023 08:56په داسې حال کې چې په هرات کې خیریه کارکوونکو د زلزلې د ژوندي پاتې شویو کسانو د لټون وروستۍ هلې ځلې کولې، په زرګونو خلک چې په دغه زلزله کې یې کورونه نړېدلي دي، د ژمې په درشل کې بې سرپناه پاتې دي.
-
ازبکستان د هرات له زلزله ځپلو سره سل ټنه بشري مرسته وکړه
Oct 11, 2023 08:39د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستیال وايي، له ازبکستان څخه نږدې سل ټنه بشري مرستې چې خوراکي توکي، خېمې او کمپلې پکې شاملې دي، د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره افغانستان ته رسېدلې دي.
-
اروپايي ټولنې د هرات زلزله ځپلو ته ۳.۵ میلیونه یورو مرسته ځانګړې کړې
Oct 11, 2023 08:19اروپايي ټولنه وايي چې په افغانستان کې د وژونکې زلزلې له کبله زیانمنو شویو ته یې د بېړنیو بشري مرستو رسولو په موخه ۳.۵ میلیونه یورو ځانګړې کړې ده.
-
د قوشتېپې کانال د دوهم فاز چارې نن پيل کيږي
Oct 11, 2023 06:25زمونږ خبریال راپور راکړی د ریاستالوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ يو لوړپوړي پلاوي نن سهار بلخ ولایت ته سفر وکړ.
-
هرات کښې نن بیا سخته زلزله راغله او خلک یې ویرول
Oct 11, 2023 06:18زمونږ خبریال راپور راکړی هرات او شاوخوا ولایتونو کې نن سهار وخته یو ځل بیا سخته زلزله وشوه او خلک یې له خوبه پاڅول.
-
امریکا د اسرائيلو د نیواکګرۍ په دوام پسې ده
Oct 11, 2023 03:05د یمن د انصار ا...ولسی غورځنګ مشر ووئيل ،امریکا او لویدیځ غوااړي ، صهونیسټي دښمن توره او نیزه د عربوهیوادونو په ټَټر کې وي ، څو ټول اسلامی امت ئې هر وخت په شیشت کې وي.
-
د مقاومتی چورلیز مبارزان د اسرائیلو نورو درو ښارګیو ته رسیدلي دي
Oct 11, 2023 02:54د صهونیسټ رژيم ۱۴ټیلیویژنی چینل منلې ده چې په دغو ښارګیو کې مقاومتي کمانډوزو نفوذ کړی او عملیات ئې هم کړي دي البته د احتمالی مرګ ژوبلو له اعلانولو ئې ډده کړې ده .
-
غزه د نړیوالې چُپتیا په سیوري کې په فاسفوري بمونوسره ټارګټ کیږي
Oct 11, 2023 02:48د صهیونیسټ رژیم جنګي الوتکو پرون ناوخته هم د نړیوالې چُپتیا په سیوري کې په غزې ې الکرامه کوڅه دسپينو فاسفورس لرونکو بمونو سره په نښه کړه او د اور لمبې پکې پورته شوې.
-
د پاکستان په لور د سونګو قاچاق مو کنټرول کړی دی
Oct 11, 2023 02:39د پاکستان موقتی لومړی وزیر وائی ،د اسعارو ،او دشیانو د قاچاق د درولو لپاره ددغه هیواد دپوځ او حکومت د ګډو عملیاتو په پیلیدا پسې،تر ډیره حده د سونګو غیر قانوني واریدیدا پيزواني شوې ده.