امریکا د اسرائيلو د نیواکګرۍ په دوام پسې ده
د یمن د انصار ا...ولسی غورځنګ مشر ووئيل ،امریکا او لویدیځ غوااړي ، صهونیسټي دښمن توره او نیزه د عربوهیوادونو په ټَټر کې وي ، څو ټول اسلامی امت ئې هر وخت په شیشت کې وي.
المسیره ټيلیویژنی چینل راپور ورکړی، د یمن دانصار ا... ولسی غورځنګ رهبر سیدعبدالمالک بدرالدین الحوثي پرون په یولړ څرګندونو کې ټينګار وکړ،امریکا او لویدیځ دصهیونیسټي وحشي رژيم پشتیبان دي څو هماغه راز نیواکګرۍ ته دوام ورکړي.الحوثي روښانه کړې ده ، هغه عنوانونه چې لویدیځ ئې دح قوقو او آزادۍ په زمینې مې مطرح کوي، د فلسطین د ملت په باب هیڅ ارزښت او اعتبار نه لري ، ځکه لویدیځّي هیوادونه د صهیونیسټانو په لاس د فلسطینیو ماشومانو او ښځو عامه وژله جایزه ګڼي.
د یمن د انصار ا... غورځنګ رهبر دې ته په اشارې سره چې لویدیځ د فلسطین دملت په وړاندې د هرډول جنایتونو په کولو کې د وحشي صهیونیسټي رژيم لاسونه پرانیستي پریښودلي دي روښانه کړه، لویدیځ غواړي ، د صهیونیسټي دښمن اوښکلي نیزه په عربو هیوادونو کې وي څو ټول اسلامی امت په شیشت کې راوستل شيۍ.خو باید اسلامی امت نور په خود کې شي او د فلسطین دمظلوم ملت له چغې سره دې خپل مسئولیّت وپيژني او دهغوي مرستو ته دې ودانګي.