د قوشتېپې کانال د دوهم فاز چارې نن پيل کيږي
Oct 11, 2023 06:25 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د ریاستالوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ يو لوړپوړي پلاوي نن سهار بلخ ولایت ته سفر وکړ.
نوموړی به د قوشتېپې کانال د لومړي فاز د ګټې اخیستنې او د دوهم فاز د چارو پیل په مراسمو کې ګډون او وینا وکړي.
د قوشتېپې کانال لومړی فاز ۱۰۸ کیلومټره اوږدوالی لري چې د بلخ ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د آمو له سیند څخه پیلېږي؛ د حیرتان له اوږدو دښتو څخه تېرېږي او دولت آباد ولسوالۍ پورې رسیږي.
د یادولو وړ ده چې د قوشتېپې کانال لومړي فاز چارې له ټاکلې نېټې اته میاشتې وړاندې بشپړې شوې دي.
ټیګونه