-
په افغانستان کې سلګونه مجرمین نيول شوي دي
Aug 06, 2023 14:23د افغانستان کورنيو چارو وزارت خبر ورکړی چې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې یې یو شمېر مجرمین نیولي. نور حال زموږ د همکار نعمت الله افغان په راپور کې واورئ
-
په افغانستان کې د دوو ترافيکي پېښو له امله ٢٥ تنه مړه او ټپيان شول
Aug 06, 2023 14:18د کابل - کندهار پر لویه لار د مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله یو تن مړ او ۱۹ نور ټپیان شوي دي. دغه راز په زابل ولايت کې سيمه ايزې سرچينې هم وايي چې په دې ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله يو تن وژل شوى او څلور نور ټپيان دي.
-
نیکپا د نیوزي لینډ د تکوانډو د ملي ټیم منیجر شو
Aug 06, 2023 14:00د نیوزي لینډ د تکوانډو فیډریشن وویل چې افغان تکوانډو کار روح الله نیکپا یې د دغه هیواد د ملي ټیم د منیجر یا ټرینر په توګه غوره کړی دی.
-
د واګنر د ډلې له بریدونو د پولنډ اندېښنې
Aug 06, 2023 12:39د پولنډ حکومت خپلو سرحداتو ته د واګنر د ډلې له بریدونو د اندېښنو په دوام کې ویلي چي په پولنډ باندې د برید ګواښ ډېر جدی دی او بلاروس سره یې په سرحدونو کې ټنشن رامینځ ته شوی دی.
-
د عربستان په غونډه کې د اوکراین د سولې له طرحې څخه ملاتړ شوی
Aug 06, 2023 12:35د اوکراین په هکله د عربستان له لورې په جوړه شوې نړیواله غونډه کې د اوکراین د پلاوی له لورې د سولې وړاندې شوې طرحه د ګډونوالو له هرکلی او ملاتړ سره مخ شوې ده.
-
مرستندویې موسسې دې خپل سیاستونه بدل کړي
Aug 06, 2023 12:32په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کډوالو د چارو وزیر وویل: مرستندویې موسسې پر خلګو باندې د نقدي مرستو د ویشلو پر ځای باید د کاروبارونو او کاري فرصتونو د رامینځ ته کولو هڅه وکړي.
-
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ایران د سمندري ځواکونو وروستی ماموریت یو ستر ویاړ وباله
Aug 06, 2023 12:21د اسلامي انقلاب معظم رهبر د سمندري ځواکونو د ۸۶ بیړۍ له فوځیانو او د هغوی له کورنیو سره په کتنه کې د نړیوالو اوبو د کچولو لپاره د سمندري ځواکونو بریالی ماموریت د کلکې ارادې، په ځان باور، د پلانونې د قدرت، د فوځي پرمختللې ټکنالوژی، د کارنده مدیریت او د سختیو په وړاندې د زغم او د زړه وړتیا پایله وباله.
-
په افغانستان کې (سلګونه) مجرمین نيول شوي دي
Aug 06, 2023 11:41زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان کورنيو چارو وزارت خبر ورکړي چي د دې هیواد په مختلفو ولایتونو کې یې یو شمېر مجرمین نیولي.
-
د افغانستان د سفارت مشر د ایران له یوه چارواکي سره کتنه کړي ده
Aug 06, 2023 06:54زمونږخبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزارت د پاسپورت د څانګې له رئیس سره په تهران کې د افغانستان د سفارت د رئیس لیدنه کړي ده.
-
تېره شپې او سهار دوو زلزلو د افغانستان ګڼې سیمې ولړزولې
Aug 06, 2023 06:49زمونږ خبریال راپور راکړی تېره شپه شاوخوا اته نیمې بجې د ریښتر په کچه ۵.۸ درجې زلزلې د افغانستان بېلابېلې سیمې ولړزولې.