تېره شپې او سهار دوو زلزلو د افغانستان ګڼې سیمې ولړزولې
Aug 06, 2023 06:49 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی تېره شپه شاوخوا اته نیمې بجې د ریښتر په کچه ۵.۸ درجې زلزلې د افغانستان بېلابېلې سیمې ولړزولې.
همدارنګه نن سهار شاوخوا پنځه بجې نسبتاً شدیدې زلزلې یو ځل بیا کابل ښار او شاوخوا سیمې ولړزولې.
د دغو زلزلو مرکز د هندوکش غرونه او د بدخشان جرم ولسوالۍ غرونه ښودل شوي دي.
په تېرو لسو ساعتونو کې دا دوهم وار دی، چې زلزله د کابل په ګډون ګڼ شمېر ولایات او سیمې لړزوي.
ټیګونه