د طالبانو سرپرست حکومت:
مرستندویې موسسې دې خپل سیاستونه بدل کړي
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کډوالو د چارو وزیر وویل: مرستندویې موسسې پر خلګو باندې د نقدي مرستو د ویشلو پر ځای باید د کاروبارونو او کاري فرصتونو د رامینځ ته کولو هڅه وکړي.
د آوا له راپور سره سم، د طالبانو د سرپرست حکومت د کډوالو وزیر خلیل الرحمان حقانی په کابل کې د مرستندویو ټولنو په غونډه کې وویل: طالبان له داخلي او بهرني مرستندویو موسساتو او ټولنو څخه هرکلي او ملاتړ کوي لیکن په دې باور دی چي روزنیزې مرستې له نقدی مرستو نه غوره دي.
حقاني زیاته کړه: د افغانستان خلګو ته د نقدی مرستو د وېشلو پر ځای باید هغوی ته د کار او د روزنې زمینه برابره شي.
دا په داسي حال کې دی چي خوړو نړیوال پروګرام له دې مخکې ویلي وه چي ۵۰۰ زرو کسانو ته یې په افغانستان کې مسلکې روزنې ورکړي او د کار زمینه ورته برابره کړې ده.